ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قومي مشران : قيصار کې نامسوولو وسله والو د خلکو مالونه چور کړي

قومي مشران : قيصار کې نامسوولو وسله والو د خلکو مالونه چور کړي

author avatar
30 Aug 2015 - 18:58
قومي مشران : قيصار کې نامسوولو وسله والو د خلکو مالونه چور کړي
author avatar
30 Aug 2015 - 18:58

کابل (پژواک، ٨ وږى ٩٤): د فارياب د قيصار ولسوالۍ ځينې قومي مشران وايي، ځايي غير مسوولو وسله والو کسانو د خلکو مالونه چور کړي او پر ځينو ښځو يې جنسي تېرى هم کړى دى.

د دې قومي مشرانو له ډلې يو تن ارباب سرور، نن يکشنبه په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، دا چې د ولسمشر لومړي مرستيال جنرال دوستم د شمال په ځينو ولايتونو کې پوځي عمليات پيل کړي، خو له بده مرغه يو شمېر ځايي زورواکو او قومي ملېشو له همدې فرصت څخه ناوړه ګټه اخيستې او د سيمې د اوسېدونکو پر وړاندې يې داسې جنايتونه کړي، چې د توجيه وړ نه دي.

ده زياته کړه: "د کورونو لوټول، تالان او سوځول، د طالبانو په نامه د عادي وګړو يرغمل کول، ځورول او شکنجه کول، له يرغمل شويو کسانو څخه د خوشې کېدو لپاره د پيسو غوښتل او له بده مرغه حتى جنسي تېري هغه جنايتونه دي، چې ترسره شوي دي."

په دې وروستيو څو اوونيو کې د قيصار په ګډون د فارياب په يو شمېر ولسواليو کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې روانې وې، چې له همدې امله د ولسمشر لومړى مرستيال جنرل عبدالرشيد دوستم دې ولايت ته لاړ او ځينې ولسوالۍ يې د وسله والو له شتون څخه پاکې کړې.

يادو قومي مشرانو هغه انځورونه او ويډيوګانې هم له ځان سره لرلې، چې په قيصار ولسوالۍ کې د غير مسوولو وسله والو کسانو له لوري د خلکو کورونه سوځول شوي دي.

هغوى د يوه پرېکړه ليک په صادرولو سره، له دولته وغوښتل، هغه خلک چې د عملياتو پرمهال د طالبانو په شک نيول شوي، خوشې شي او هغو خلکو ته چې کورونه يې لوټل شوي، د خسارې جبران ورکړي.

په پرېکړه ليک کې زياته شوې، د قومي ملېشو له عملياتو سره ښايي په سيمه کې قومي او توکميزو دښمنيو ته لمن ووهل شي او هم ناقانونه ډلو ته د وسلو وېش او په پوځي عملياتو کې هغوى ته د خپلسريو اجازه به د دې لامل شي، چې له يوې خوا ولس پر خپلو امنيتي ځواکونو بې باوره شي او له بلې خوا به د جنايتونو ډېرى قربانيان اړ شي چې د مخالفينو ليکو ته ورشي.

خو د قيصار ولسوال رحمت الله له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې يادې ادعاګانې رد کړې او ويې ويل: "په دې ولسوالۍ کې نه د چا کورونه لوټ شوي، نه سوځول شوي او نه هم پر چا جنسي تېرى شوى دى."

ده زياته کړه، د يادو کسانو څرګندونې د حکومت پر وړاندې يوه دسيسه ده او کابل ته تللي کسان له طالبانو سره لاس لري.

د هغه په وينا، په فارياب کې چې کوم پوځي عمليات شوي، هغه د امنيتي ځواکونو له لوري ترسره شوي، نه د ملېشو له لوري.

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.