ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر کابل ښار د راکټي بريد مخنيوى وشو

پر کابل ښار د راکټي بريد مخنيوى وشو

author avatar
17 Sep 2015 - 14:59
پر کابل ښار د راکټي بريد مخنيوى وشو
author avatar
17 Sep 2015 - 14:59

کابل (پژواک، ٢٦ وږى ٩٤): پوليسو پر کابل ښار د څلورو BM1 راکټي چې د ده سبز په سيمه کې توغولو ته چمتو وو، مخنيوى وکړ.

د کابل امنيه قوماندان لوى پاسوال عبدالرحمن رحيمي نن په کابل کې رسنيو ته وويل چې دا راکټونه وسله والو مخالفينو د ده سبز ولسوالۍ د تره خېلو کلي د انګورو په يو باغ کې عيار کړي وو.

هغه زياته کړه چې دوه راکټونه د موبايل له زنګ او دوه نور د ټيلېفون له ټايمر (ساعت)  سره عيار شوي وو، پر کابل ښار د توغولو لپاره چمتو شوي وو.

د رحيمي په وينا، دا راکټونه د خلکو په همکارۍ کشف او د ده سبز ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د انجينرۍ ډلې له لوري شنډ شوي دي.

د کابل امنيه قوماندان وويل چې د وسله والو مخالفينو د دې ډول فعاليتونو موخه په خلکو کې وېره رامنځ ته کول او د بې ګناه خلکو وژل دي؛ خو امنيتي ځواکونو د دغو راکټونو په کشفولو سره چې د بې ګناه خلکو د وينو تويېدو لامل کېدل، مخنيوى وکړ.

د ده سبز ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال سيف الدين ننګيالي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې قوماندانۍ پوليسو د يادو راکټونو په اړه د سيمې خلکو له خبرتيا سره سم بې له ځنډ څخه سيمې ته ور ورسېدل  او راکټونه  يې شنډ کړل.

نوموړي په داسې حال کې چې د سيمې خلکو له همکارۍ يې خوښي څرګنده کړه و ويل: "که ١٥ دقيقې وروسته سيمې ته رسېدلي واى، ښايي توغندي پر کابل ښار توغېدلي واى."

د يادونې ده چې د روان کال د وږي مياشتې په لومړۍ نېټه د کابل پوليسو د اوومې امنيتي حوزې د ريشخور سيمې د سلطان پادشاه د غره په لمن کې  د BM1 څلور ځاى پر ځاى شوې مرمۍ کشف او شنډې کړې او په تړاو يې څلور کسان ونيول.

دا راکټونه چې د وسله والو مخالفينو له لوري پرکابل ښار د توغولو لپاره عيار شوي وو، په عربي ژبې ليکل شوې يوه کتابچه هم ورسره ترلاسه شوې ده چې په کې د ماين خښوولو په اړه لارښونه شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.