ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دانش: د کرکټ ادارې عوايد مو زيات او لګښتونه مو کم کړي

26 Sep 2015 - 05:28
26 Sep 2015 - 05:28

کابل (پژواک، ٤ تله ٩٤): د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس وايي چې بوديجه او عايد يې ٥٨ سلنه ډېر دي، خو لګښتونه يې ٢٣ سلنه کم کړي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر نسيم الله دانش دغه څرګندونې له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغه زياته کړه چې په تېرو نهو مياشتو کې يې په کور دننه او په نړيواله کچه ګڼ شمېر لاسته راوړنې درلودلې او په راتلونکي د نورو لاسته راوړنو لپاره يې هم پلانونه جوړ کړي دي.

دانش وايي، د کرکټ بورډ اداره په هېواد کې د يوې بريالۍ ادارې په توګه ولس او خاورې ته د وياړونو په راوړلو کې مخکښه تاريخچه لري.

ده زياته کړه: ((د کرکټ اداره د يوې ملي ادارې په توګه د درانه مسووليت تر څنګ دروند رسالت هم پر غاړه لري.))

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس وويل چې په تېرو نهو مياشتو کې د کرکټ بورډ اداره نوې لاسته راوړنې لرلې چې پخوا يې ساری نه ليدل کېده.

نوموړى وايي چې د دوى د مالي کال د راپور له مخې. د ادارې په بوديجه کې ٥٨ سلنه ډېروالى راغلى او د ٢٣ سلنه بېځايه لګښتونو مخنيوى يې کړى دى.

دانش وويل چې د دوى تر ټولو لويه لاسته راوړنه دا وه چې له الکوزي شرکت سره د تړون له مخې د افغانستان کرکټ د لومړي ځل لپاره (ټايټل سپانسر) يا رسمي مالي ملاتړ ترلاسه کړه.

د هغه په وينا، د دغه تړون له مخې به ياد شرکت کې هر کال د افغانستان کرکټ  ادارې ته ١،٣ ميليونه امريکايي ډالر ورکوي.

د کرکټ بورډ عمومي مشر دغه راز وويل چې څو مياشتې مخکې يې د ملګرو ملتونو له يونيسف ادارې سره د ٢٣٠ زره امريکايي ډالرو تړون لاسليک کړى دى.

دانش زياتوي چې ١٥٠ زره امريکايي ډالر له يک ټلويزيون سره د شپـږيزو سياليو د خپرولو د حقوقو په برخه کې ترلاسه کړى، ٨٥ زره ډالره يې د نفتو د ملي شرکت (نېشنل فيول) له خوا مالي ملاتړ، ٩٧١ زره امريکايي ډالرو له نورو ډونرانو څخه ترلاسه کړي دي.

د هغه په وينا، د کرکټ بورډ ادارې د هلو ځلو په پايله کې د کرکټ نړيواله شورا  له ٧٠ زرو څخه تر دوه ميليونه ډالرو پورې د دوى په کلنۍ بوديجه کې زياتوالى راوړى دى.

هغه زياتوي چې له يو شمېر نورو ادارو او ډونرانو څخه يې هم واړه پروژې او د مالي ملاتړ په برخه کې يې پيسې ترلاسه کړې  چې د کرکټ په پرمختګ کې ډېر اغېزمن ثابت شوي دي.

دانش وايي چې په اداري برخه کې يې ډېر نور پرمختګونه کړي او اداره يې په عصري او نړيوال سيستم برابر کړى دى.

د هغه په وينا، بشري سرچينو څانګې، د تدارکاتو څانګې، د مالي څانګې او لوبغاړو لپاره د ډيټابيسونو جوړولو کار هم اويا سلنه بشپړ شوی دی.

ده زياته کړه چې د کورني کرکټ په سياليو کې يې درى ډوله نوې سيالۍ يې زياتې کړې چې د کال په اوږدو کې به ترسره کېږي.

د کرکټ بورډ عمومي مشر نسيم الله دانش  وايي چې په نړيواله کچه هم د دوى لاسته راوړنې ډېرې وې، د هندوستان، انګلستان،  اسټراليا او يو شمېر نورو هېوادونو له کرکټ بورډونو سره يې رسمي ليدنې او خبرې اترې کړې او هغوى ورته د همکاريو ډاډ ورکړى دى.

هغه زياتوي چې د لوبو په برخه کې په پنځوس اووريز نړيوال جام کې د ملي لوبډلې ګډون او اوس شل اووريز نړيوال جام ته د ملي لوبډلې لاره پيدا کول، دغه راز له لومړۍ درجې دريځ لرونکي هېواد زمبابوى سره د کرکټ سيالۍ په لاره اچول هم له لاسته راوړنو څخه دي.

هغه زياتوي چې د ملي لوبډلې تر څنګ د هېواد د نولس کلنو نړيوال جام سياليو ته د ملي نولس کلنې لوبډلې لارموندنه او د اسيا غوره ليګ سياليو اتلولي ګټل هم د ځوانو لوبغاړو وړتيا ثابته کړه.

دانش وويل چې د لومړي  ځل لپاره د هېواد د معلوليت لرونکو لوبغاړو لوبډلې په نړيوالو لوبو کې برخه واخيسته او يوه لوبه يې هم وګټله.

دى وايي چې په هېواد کې دننه ډېر پرمختيايي کارونه شوي او پر نورو کار روان دى، د پکتيا او کندهار کرکټ لوبغالو پر رغنيزو پروژو باندې کار روان دى.

د کرکټ بورډ عمومي مشر وويل چې د رسنيو څانګې درې مياشتنۍ افغان کرکټ مجلې له غوره کيفيت سره منظم چاپ او د مياشتنۍ رسالې نشرېدل، د ويب سايټ فعالېدل او په ټولنيزو شبکو کې د افغانستان کرکټ بورډ فعاليتونه خپرول له لاسته راوړنو څخه دي.

دانش هيله څرګنده کړه چې د افغانستان کرکـټ بورډ اداره به په نږدې راتلونکي کې د سيمې د هېوادونو سره يو ځاى د پرمختګ لوړې څوکې ته ورسېږي.

 

 

 

Hits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.