کندهار (پژواک، ١٦ تله ٩٤): د کندهار نوى ښاروال وايي چې ناامني، ټيټ ښاري اقتصاد، غير پلاني ساحې او نامتوازنه پرمختيا د کندهار ښاروالۍ عمده ستونزې دي.
هغه وايي، غير پلاني ساحې، نامتوازنه ښاري پرمختيا، ټيټ ښاري اقتصاد، کم عوايد، چټل چاپېريال، د کرنيزو سيمو لاندې کول او بالاخره د ښاروالۍ او اړوندو نورو ارګانونو تر منځ کمزورې همغږي د کندهار ښاروالۍ عمده ستونزې دي، چې اصلاح او سمون ته اړتيا لري.
د کندهار نوي ښاروال انجنير روښان ولسمل دغه څرګندونې د تلې په ١٦مه په هغې غونډه کې وکړې چې ښاريانو ته د هغه د ور پېژندلو په موخه جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې له کابل څخه راغلي د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ښارواليو چارو مسوول عبدالباقي پوپل، د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي، پخواني ښاروال محمد عمر عمر، يو شمېر نورو چارواکو، د ولايتي شورا غړو او قومي مشرانو ګډون کړى و.
په پيل کې د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي وينا وکړه او ويې ويل، کندهار ښار د تېرو څو لسيزو جګړو او ګڼو نورو ستونزو له امله، خپله معياري بڼه او ښکلا له لاسه ورکړې، چې له همدې امله د ښار اوسېدونکي له راز راز ستونزو سره مخامخ دي.
هغه زياته کړه، نوى ښاروال بايد د کندهار ښار د معياري کېدو او ښکلا په موخه خپل لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله پلانونه جوړ او عملي کړي.
ده خبر ورکړ چې په نږدې ورځو کې به د کندهار ولايت لپاره مشورتي بورډ او د ښاروالۍ لپاره انجمن جوړ کړې، څو په چارو کې خلکو ته د اشتراک زمينه برابره ښي او ټولې چارې د هغوى تر نظر لاندې تر سره شي.
عزيزي زياته کړه: ((له دې وروسته به والي، ښاروال، امنيه قومندان او نور مسوولين ولس ته ځواب ويونکي وي؛ ولس بايد د نيوکې او انتقاد کولو جرئت پيدا کړي او په دې توګه د خلکو او ادارې په مناسباتو کې تعادل رامنځ ته شي.))
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ښارواليو چارو عمومي رييس عبدالباقي پوپل، د کندهار له خلکو وغوښتل چې له نوي ښاروال سره په عمل کې همکاري وکړي، څو د ښار څېره بدله شي او خلکو ته غوره خدمات وړاندې شي.
هغه وويل، سالمه حکومتولي، په شفافه بڼه د عوايدو راټولول، د اړوندې ادارې د کارکوونکو د وړتياوو لوړول او نور هغه اساسي چارې دې، چې نوى ښاروال يې بايد تر سره کړي.
د کندهار پخواني ښاروال محمد عمر عمر د خپلو کړو کارونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل، څلور کاله مخکې يې په ډېرو سختو شرايطو کې د کندهار د ښاروال په توګه دنده پيل کړه.
هغه زياته کړه، په دې موده کې يې ډېره پاملرته زېربنا، د غاصبينو مخنيوي، د عوايدو لوړوالي، خدماتو رسولو، د ښاري پلان تطبيق، د چاپېريال پاکوالي او نورو ته وه.
د کندهار نوي ښاروال انجنير روښان ولسمل وويل، ښاروالۍ ته راتګ امتياز نه، بلکې مسووليت دى او بنسټيزه دنده به يې دا وي، چې کندهار ښار به معياري کوي.
د ده په وينا، په اداره کې به اصلاحات راولي او د لومړني ګام په توګه به د ښاروالۍ په مشورتي شورا کې بدلونونه راولي، ځکه په دې شورا کې د مدني ټولنې د استازو، مېرمنو، اقتصاد پوهانو او بامسووليته مشرانو غړيتوب ډېر مهم دى چې په اوسنۍ هغه کې نشته.
ولسمل زياته کړه: ((زما لپاره سيمه، قوم، اقليت، قواله لرونکى، کرايه ورکوونکى او نور هېڅ راز تفاوت نه لري، بلکې هر څوک ښاري دى او د ښار په چارو کې مسووليت لري.))
نوموړي دغه راز يادونه وکړه، چې د ښاروالۍ په اداره کې د املاکو او عوايدو راټولولو سيسټم به کمپيوټري کوي، ځکه د هغه لپاره مهمه چاره ده چې عوايد په شفافيت راټول شي او بېرته په شفافه بڼه د خلکو لپاره ولګول شي.
دى وايي، اوسمهال د کندهار ښاروالي ٧٠ ميليونه افغانۍ پوروړې ده، هغه ته سخت کار په مخ کې دى چې عايداتي سرچينې غښتلې کړي او دغه راز د عوايدو نوې سرچينې ولټوي.
نوموړي دا هم وويل چې کمزورى ښاري اقتصاد ورته د منلو نه دى، هڅه کوي د تجارو، اهل نظر خلکو او نورو ښاريانو سرمايې جذب کړي او هغوى وهڅوي، چې په ښار کې سالمې پانګونې وکړي.
خو هغه په دې ټولو چارو کې د خلکو همکاري وغوښته او ويې ويل، د خلکو له همکارۍ پرته د خدماتو تر سره کول ناشونى کار دى.
نوموړي دغه راز خبر ورکړ چې اوسمهال د کندهار يواځې پنځه ولسوالۍ ښاروالۍ لري، خو دى به هڅه کوي په ټولو ولسواليو کې ښاروالۍ پرانېزي، چې عوايد يې راټول او د خلکو د ژوندانه د اسانتياوو لپاره يې هملته مصرف کړي.
هغه دا هم وويل چې د ښاروالۍ په برخه کې نړيوال معيارونه ډېر مهم دي او د هغه هڅه به دا وي، چې کندهار ښاروالي د ښارواليو له نړيوالو ټولنو سره وتړي او په دې توګه نړيواله پاملرنه او مرسته جلب کړي.
د يادونې ده چې د کندهار نوى ښاروال روښان ولسمل له انجنيري پوهنځي فارغ او په اړونده څانګه کې يې له جرمني هېواد څخه ماسټري اخيستې او تر دې وړاندې يې د کرنې او ټکنالوژۍ د ملي پوهنتون د مرستيال په توګه دنده تر سره کوله.
Views: 4