ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روسيه : د اعش په افغانستان کې ٣٥٠٠ وسله وال لري

روسيه : د اعش په افغانستان کې ٣٥٠٠ وسله وال لري

author avatar
23 Oct 2015 - 15:44
روسيه : د اعش په افغانستان کې ٣٥٠٠ وسله وال لري
author avatar
23 Oct 2015 - 15:44

کابل ( پژواک،  د لړم لومړۍ نېټه ٩٤ ) : روسيه وايي چې د داعش وسله واله ډله په افغانستان کې شاوخوا ٣٥٠٠ وسله وال لري او د نورو وسله والو  جلبولو په لټه کې  ده.

دغه څرګندونې په تاجکستان کې د روسيې سفير ايګور لايکن فرولوف په يوه تازه مرکه کې کړې چې ديوې تاجکستانۍ رسنۍ له خوا د لړم په لومړۍ نېټه، خپره شوې ده.

هغه زياته کړې چې د داعش ډله په تېزۍ سره په افغانستان کې د ځايي وسله والو ډلو غړي او ځوانان خپلې ډلې ته په راجلبولولو بوخته ده.

نوموړي ويلي : (( د داعش ډله خپلو هدفونو ته رسېږي، اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ٣٥٠٠ وسله وال لري او شمېره يې مخ په زياتېدو ده.))

د روسيې سفير ادعا کړې چې د داعش وسله وال د افغانستان له ٣٤ ولايتونو څخه په ٢٤ کې فعاليت لري.

د افغانستان حکومت مني چې د داعش وسله واله ډله په دې وروستيو کې په ځينو سيمو کې فعاليت کوي، خو دومره هم نه ده  څومره چې نور يې په اړه ادعا کوي.

د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر څو ورځې مخکې په يوه مرکه کې ويلي و، چې د افغانستان ملي ځواکونو په هلمند او فراه ولايتونوکې د داعش وسله والې ډلې ته ماتې ورکړې او اوس په ننګرهار ولايت کې يې پر ضد عمليات پيل کړي دي.

د يادونې ده چې د پاکستان له اورکزو او خيبر ايجنسۍ څخه يو شمېر وسله وال راغلي او په ننګرهار کې دداعش په نامه يې وسله وال فعاليت پيل کړى دى.

ددوى ډېرى مرکزونه د ننګرهار په اچين، کوټ، بټي کوټ او شينوارو سيمو کې دي.

د اچين ولسوال حاجي غالب مجاهد څو ورځې مخکې پژواک سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي وو، چې د افغان ځواکونو تر کلکو ګوزارونو وروسته دداعش وسله واله ډله له ماتې سره مخامخ شوې ده.

هغه زياته کړې چې د تېرو دوو مياشتو په عملياتو کې د داعش سلګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي ويلي، چې دداعش لسګونه کورنۍ تر ماتې وروسته اوس بېرته د ډيورنډ پولې پورې غاړه د خيبر ايجنسۍ پر لوري روان د ي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.