ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

١١ وسله وال او دوه امنيتي سرتېري وژل شوي

١١ وسله وال او دوه امنيتي سرتېري وژل شوي

author avatar
5 Nov 2015 - 11:46
١١ وسله وال او دوه امنيتي سرتېري وژل شوي
author avatar
5 Nov 2015 - 11:46

شبرغان- ميمنه (پژواک، ١٤ لړم ٩٤): په جوزجان او فارياب ولايتونو کې يوولس وسله وال مخالفين او دوه امنيتي ځواکونه وژل شوي، څلور ښځې ټپيانې شوې او د استوګنې څو کورونه سوځېدلي دي.

د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمد جوزجاني وايي چې طالبانو تېره ورځ د قوش تپې ولسوالۍ په شېربېګ کلي کې د اردو او سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه کړي او نښته د شپې تر اتو بجو روانه وه.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې نښته کې اووه طالبان، يو د اردو سرتېرى او يو پوليس وژل شوي او يو پوليس ټپي شوى دى.

د سيمې اوسېدونکى عبدالصمد وايي چې پر کورونو د درنو مرميو د لګېدو له امله څلور ښځې ژوبلې شوې او څو کورونه ويجاړ شوي دي.

هغه وويل: ((د مېلمنو خونه مې سوې، د شېربېک کلي په بازار کې هم درى هټۍ يو څه سوځېدلې او شته توکي يې چې غوړ هم په کې دي، له منځه تللي.))

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دې نښته کې درى پوليس وژل شوي او د قوش تپې امنيه قوماندان لعل محمد له يوه بل کس سره ټپي شوى دى.

خو د فارياب امنيه قوماندان وايي چې لعل محمد ته زيان نه دى رسېدلى.

د فارياب په غورماچ ولسوالۍ کې هم د څلورو مخالفو وسله والو د وژلو خبر ورکړل شوى.

د ٢٠٩ شاهين قول اردو د لومړۍ لوا وياند جګړن رضا رضايي پژواک ته وويل چې دا وسله وال مخالفين هغه مهال ووژل شول چې مرکز يې ملي اردو له هوا معلوم کړ او د پوپچي بريدونو سره مخ شول.

هغه وايي چې په دغه بريد کې شپږ وسله وال مخالفين ژوبل شوي دي.

سرچينې زياته کړه چې وژل شوي او ټپيان په غورماچ کې د طالبانو د قوماندان ملا جمال اړوند وو.

طالبانو د غورماچ ولسوالي د تلې مياشتې په ٢٦مه شپه ونيوله. سره ددې چې د ملي اردو ځواکونه ددې ولسوالۍ په شمالي غونډيو کې مېشت دي، خو دولت لا هم نه دى توانېدلى چې دا ولسوالي بېرته چاڼ کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.