ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړکې پنځلس وسله وال د سولې له بهیرسره یوځای شول

کونړکې پنځلس وسله وال د سولې له بهیرسره یوځای شول

author avatar
17 Nov 2015 - 18:12
کونړکې پنځلس وسله وال د سولې له بهیرسره یوځای شول
author avatar
17 Nov 2015 - 18:12

اسعداباد ( پژواک، ٢٦ لړم ٩٤): په کونړ ولایت کې پنځلس تنه وسله وال مخالفين د سولې له بهیر سره یوځای شول.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزی وايي چې دغو وسله والو مخالفينو د خيرمحمد په مشرۍ د دې ولايت د څوکۍ ولسوالۍ په دیوګل دره کې فعاليت کاوه.

هغه وايي چې دغه کسان له خپلو ١٥ ميله وسلو سره د سولې له بهير سره ملګري شوي دي.

ده وويل چې د دې کسانو لپاره به د کار زمينه برابره کړي تر څو د خپلو کورنیو لپاره حلال رزق وګټي.

د هغه د معلوماتو له مخې، تر اوسه په کونړ کې ٤٤١ وسله وال مخالفین له خپلو وسلو سره د سولې له بهیر سره یوځای شوي دي.

د يادې پنځلس کسیزې وسله والې ډلې مشر خیر محمد وويل چې دوى د سولې شورا په بلنه د سولې له پروسې سره ملګري شوي دي.

 

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.