محمودراقي (پژواک، ١٢ ليندۍ ٩٤): د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د طالبانو يوه سيمه ييز قوماندان له خپلو لسګونو کسانو سره له حکومت سره يو ځاى شوى دى.
د تګاب د سيمه ييزو پوليسو قوماندان اسد اغا ساپي د ليندۍ په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ په شکوټ سيمه کې د طالبانو يو پياوړی سيمه ييز قوماندان له حکومت سره يو ځاى شوى دى.
هغه زياته کړه: ((دا ډېر پياوړی قوماندان دى، قوماندان تواب نومېږي چې له خپلو پنځوسو کسانو سره پرون حکومت ته تسليم شو.))
ده وويل چې ډېری وخت به د دغه قوماندان کسانو د تګاب او اله ساى ولسواليو تر منځ لويه لار په ورځو ورځو تړلې وه.
خو ساپې وايي: ((اوس به دغه لار هم امن شي او په شکوټ سيمه کې به د افغانستان بيرغ هم هسک کړو.))
د هغه د معلوماتو له مخې، قوماندان تواب له لسګونه ميله راکټ، کلاشينکوف، پيکا او نورو جنګي مهماتو سره له حکومت سره يو ځاى شو.
دغه راز په کاپيسا کې د سولې عالي شورا مشر مولوي مومن مسلم هم له حکومت سره د ياد قوماندان يو ځاى کېدل تاييد کړل.
هغه پژواک ته وويل: ((دغه قوماندان ته موږ نن له غرمې وروسته رسمي برنامه نيولې چې له خپلو شاوخوا ٤٠ کسانو سره به له حکومت سره يوځاى کېږي.))
د مسلم په وينا، دغه ډله د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ د هلو ځلو په پايله کې له حکومت سره يو ځاى شوې ده.
د تګاب ولسوالۍ د تره خېلو سيمې اوسېدونکي خيرالله پژواک ته وويل: ((قوماندان تواب دېر قوي سړى دى، په جګړه کې ډېر سخت مهارت لري، تل به يې د مسافرو پر مخ لارې تړلې خو اوس به نور دغه ستونزه نه وي.))
په دې اړه د قوماندان تواب د نظر پر اخيستو ونه توانيدو.
خو په تګاب ولسوالۍ کې د سيمه ييزو طالبانو يو بل قوماندان د نوم د نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې قوماندان تواب پرون له خپلو کسانو سره له حکومت سره يوځاى شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن