غزني ښار (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۹۴): د غزني امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په اب بند ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې ١٥ طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېیمې لوا قوماندان غلام حیدر نیکپی د لېندۍ په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته د اب بند ولسوالۍ د سپين بند په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې ده.
هغه وايي چې په دې نښته کې ١٥ طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي چې د يو شمېر طالبانو جسدونه هم په سيمه کې پراته دي.
د غزني مرستيال والي محمدعلي احمدي هم ياده نښته تاييدوي خو وايي چې په دې نښته کې ١٩ طالبان وژل شوي دي.
هغه زياته کړه: ((دا وسله وال طالبان په سپکو او درنو وسلو سمبال وو چې غوښتل يې د غزني قره باغ ولسوالۍ ته واوړي خو د امنیتي ځواکونو له کمین سره مخ شول او ټول و وژل شول.))
خو د غزني امنیه قوماندان مل پاسوال امین الله امرخېل بيا پژواک ته وويل چې تېره شپه د دغه ولايت په قره باغ او اب بند ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او وسله ولو طالبانو تر منځ نښتې شوې دي.
هغه وايي چې د يادو نښتو پر مهال ګڼو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.
د امرخېل د معلوماتو له مخې، د يادو عملياتو پر مهال د ګڼو وسلو او مهماتو تر څنګ څلور موټرسايکل او دوه موټر هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د غزني يادو چارواکو وويل چې په دې نښتو کې امنيتي ځواکونو او عامو خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دغه راز د غزني د قره باغ ولسوالۍ د شېرکلا اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل چې تېره شپه په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې شوې دي.
هغه وايي چې په دې نښتو کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه لري.
خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا پژواک ته وويل چې تېره شپه په غزني ولايت کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ کومه نښته نه ده شوې او نه هم کوم طالب وژل شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن