کابل (پژواک، ٨ مرغومى ٩٤): د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت کې د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي رسنيو خبر ورکړى چې دغه ځانمرګى بريد د مرغومي په ٨مه له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د خيبر پښتونخوا ايالت د مردان په سيمه کې د احصايې ادارې مخې ته شوى دى.
د مردان ښار د پوليسو مشر سعيد وزير په سيمه کې خبريالانو ته ويلي چې ځانمرګى بريد د موټرسايکل په وسيله ترسره شوى دى.
هغه زياته کړې چې د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ١٨ تنه وژل شوي او تر ٤٠ زيات ژوبل شوي دي.
خو د مردان او پېښور ښارونو د روغتونونو مسوولين وايي چې په دغه بريد کې تر ٢٠ زيات کسان وژل شوي او شاوخوا ٥٠ نور ټپیان شوي چې ډېرى يې ملکي وګړي دي.
تر اوسه د دې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن