جلال اباد (پژواک، ۲۲ مرغومی ۹۴): د ننګرهار والي وايي، هغه ۱۲ کسيزه وسله واله ډله د سولې له پروسې سره يو ځای شوې چې د جلال اباد ـ تورخم لارې ته څېرمه سيمو کې يې ورانکاري فعاليتونه کول.
والي سليم خان کندوزي د مرغومي په ۲۲مه د ننګرهار د سولې په ولايتي کمېټه کې د جوړې شوې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا وسله واله ډله نن د سولې له پروسې سره يو ځای شوه.
کندوزي زياته کړه: ((د ملا رباني په مشرۍ دغو وسله والو طالبانو چې د شينوارو او مومند درې په ولسواليو کې يې ورانکاري فعاليتونه کول له خپلو وسلو سره حکومت ته راغلل او غواړي سوله ييز ژوند پيل کړي.))
والي په اسلام اباد کې د سولې په تړاو پيل شوو خبرو ته په اشارې وويل: ((موږ پر هغو وسله والو چې د بل په اشاره افغانان وژني غږ کوو چې راشي او له خپلې کورنۍ سره په سوله کې ژوند وکړي.))
بلخوا د ننګرهار د سولې د ولايتي کمېټې رييس حاجي ملک نذيز پژواک اژانس ته وويل چې دغه ۱۲ وسله وال له خپلو وسلو سره دې پروسې ته راغلي دي.
نذيز زياته کړه چې دا کسان د ملي امنيت رياست په هڅو د سولې له پروسې سره يو ځای شول او ۱۲ ميله وسلې يې ډاياګ پروګرام ته وسپارل شوې.
ملک نذيز وويل: ((په دې وروستيو کې ډېرو طالبانو له موږ سره تماسونه نيولي او غواړي چې د سولې له پروسې سره يو ځای شي، نو ډېر ژر به ډېری وسله وال له حکومت سره يو ځای شي.))
د سولې له پروسې سره د يو ځای شوو وسله والې ډلې مشر ملا رباني له رسنيو سره په خبرو کې وويل: ((موږ په شينوارو او ورڅېرمه ولسواليو کې ورانکاري فعاليتونه کول، پلونه مو الوځول او جګړې مو کولې.))
د نوموړي په وينا، تر دې وروسته هيله لري چې په سوله کې ژوند وکړي؛ ځکه خو د ده په وينا، له حکومت سره يو ځای شول.
د ننګرهار د سولې د ولايتي کمېټې د معلوماتو له مخې، تر اوسه په دغه ولايت کې ۸۱۰ کسان د سولې له پروسې سره يو ځای شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن