کابل (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٤): د افغانستان کرکټ ملي لوبـډله د اسيا په شل اووريزو سياليو کې د ګډون او چمتووالي په موخه هند ته روانه شوه.
ټاکل شوې ده چې ١٨ ورځې وروسته (د فبرورۍ په ١٩مه) په بنګله دېش کې د اسيا د کرکټ شل اووريزې سيالۍ پيل شي چې په کې د پنځو هېوادونو لوبډلې برخه اخلي.
د افغانستان کرکټ بورډ نسيم الله دانش او د ملي لوبډلې کپتان اصغر ستانکزي د سلواغې په ١٢مه په يوه خبري غونډه کې د دغه سفر او سياليو په اړه معلومات ورکړل.
نسيم الله دانش وويل چې دوى ١٨ کسيزه ملي لوبـډله ټاکلې چې د هندوستان د نوي ډيلي په نواډا لوبغالي کې خپل تمرينات ترسره کوي، تر هغې وروسته به ١٥ کسيزه لوبـډله ټاکي او بیا به ملي لوبـډله بنګله دېش ته ځي.
تر اصلي سياليو مخکې د دوهمې درجې غړيتوب لرونکې لوبډلې (افغانستان، عمان، هانګ کانګ او متحده عربي امارات) په خپلو کې لوبې کوي چې په پايله کې به يې يوه لوبډله له هندوستان، پاکستان، سريلانکا او بنګله دېش سره په دويم پړاو سياليو کې ونډه اخلي.
نسيم الله دانش وويل چې ملي لوبډله د اسيا جام سياليو په لړۍ او شل اووريز نړيوال جام سياليو کې د لوبېدو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
نوموړي د ټاکل شوې لوبډلې جوړښت خورا مناسب وباله او زياته يې کړه چې دوی د بشپړ غړيتوب لرونکو لوبډلو پر وړاندې د لوبېدو غوره تجربه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن