قلعه نو (پژواک، ١٣ سلواغه ٩٤): د بادغيس په قادس ولسوالۍ کې د يوې پوستې نهه پوليسو خپل څلور ملګري وژلي او د پوستې وسلې او مهمات يې له يو رينجر موټر سره وړي دي.
د قادس امنيه قوماندان پاسوال محمد صابر پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ١٢ بجې د دې ولسوالۍ په خير خانه سيمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، وژل شوي او تښتېدلي پوليس ټول د دغه ولايت د ابکمري ولسوالۍ اوسېدونکي وو.
خو دى وايي چې ياد نهه پوليس د "دايزنګي" د قوم اړوند دي او وژل شوي څلور تنه د "لاغري" او "برنغري" قومونو اړوند کسان وو.
وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
په بادغيس کې مخکې د دې ډول پېښې راپور نه دى ورکړل شوى، خو شاوخوا يوه اونۍ مخکې د دغه ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د پوليسو د يوې پوستې نهه تنه له خپلو وسلو سره له طالبانو سره ملګري شول.
خو شاوخوا يوه اونۍ مخکې د اروزګان ولايت په چنارتو ولسوالۍ کې د يوې امنيتي پوستې يوه پوليس خپل لس ملګري لومړی مسموم کړل او بيا يې پر ډزو ووژل.
دغه بريد کوونکي پوليس د خپلو ملګرو تر وژلو وروسته وسلې له ځان سره يووړې او له طالبانو سره يو ځاى شو.
د تېرې مرغومي مياشتې په وروستيو کې هم په اروزګان کې نهه سرتېرې د خپلو څلورو ملګرو له خوا چې له طالبانو سره يې اړيکه لرله وژل شوي وو.
تر دې وړاندې د هېواد په ځينو نورو ولايتونو کې هم ورته پېښې رامنځته شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن