ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محمد هارون چخانسوري د ارګ د تشریفاتو ريیس وټاکل شو

13 Feb 2016 - 13:55
13 Feb 2016 - 13:55

کابل (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٤) : د ولسمشر د حکم په اساس محمد هارون چخانسوري د ارګ د  تشریفاتو د ريیس په توګه وټاکل شو او دنده یې پیل کړه.

له ارګ څخه د سلواغې په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي   چې چخانسوري تر دې وړاندې په نړیوال بانک کې دنده ترسره کړې ده.

سرچينې زياته کړې، هغه  په دولتي او غیر دولتي ادارو کې  د پالیسي جوړولو او د برنامو د مدیریت په برخو کې له ۱۲ کلونو څخه زیات کار کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چخانسوري  خپلې لوړې زده کړې د ماسټرۍ تر کچې د عامه ادارې او پالیسۍ په برخه کې د استرالیا په سیدني پوهنتون کې ترسره کړې دي.

نوموړی د برنامو د همغږۍ، پالیسي جوړولو، عامه مدیریت او د پروژو د مدیریت په برخه کې څو تالیفات او ژباړې لري.

د يادونې  ده چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د تشريفاتو پخوانى رييس نسيم شريفي څو ورځې مخکې، کندهار ته د ولسمشر د سفر پر مهال د دغه ولايت د ولايتي شورا له رييس سره تر شخړې وروسته له دندې لرې شوى و.

Hits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.