کابل (پژواک، ٢ کب ٩٤): د سولې د عالي شورا مشرتابه وټاکل شو او په روانه اونۍ کې به د وزيرانو په ګډون د د حکومت ټول پاتې لوړ پوړي چارواکي هم مقرر شي.
د ملي يووالي حکومت د اجراييوي رياست مرستيال وياند جاوېد ففيصل د کب په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د محاذ ملي اسلامي ګوند مشر پير سيد احمد ګيلاني د سولې د عالي د مشر ، محمد کريم خليلي او مېرمن حبيبه سرابي يې مرستيالان ټاکل شوي دي.
خليلي د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې د ولسمشرۍ دويم مرستيال او مېرمن سرابي هغه مهال د باميانو والي او اوس د اجراييوي رياست سلاکاره وه.
سرچينې دغه راز وويل، چې عطاء الله سليم، مولوي خبير، حاجي دين محمد او مولوي خدام هم د سولې د عالي شورا د مرستيالانو په توګه ټاکل شوي دي.
هغه وايي، چې محمد ايوب رفيقي د يادې شورا د دارالانشاء د رييس په توګه ، فاروق بشير او فرهاد الله فرهاد يې مرستيالان ټاکل شوي دي.
تر دې مخکې د ملي يووالي حکومت ته يوې نږدې سرچينې چې د نوم نه څرګندېدو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پاتې ټولو دولتي چارواکو د مقررۍ په اړه د ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ سلا مشورې وروستي پړاو ته رسېدلې او پر ډېری مواردو هوکړه شوې ده.
د ملي محاذ ګوند يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې پير سيداحمد ګيلاني په رسمي توګه د سولې د عالي شورا د مشر په توګه ټاکل شوى خو سرچينې په دې شورا کې د نورو ټاکنو په اړه معلومات ورنه کړل.
حکومتي سرچينې وويل چې په روانه اونۍ کې به د کابينې پاتې وزيران، د کابل ښاروال او لوى څارنوال هم وټاکل شي.
که څه هم يادې سرچينې په دې اړه نور معلومات ورنه کړل، خو ويل کېږي چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون پخوانى مشر فضل احمد معنوي به د لوى څارنوال په توګه معرفي شي.
ويل کېږي چې په دې اونۍ کې به د يو شمېر بانکونو لپاره هم نوي مشران وټاکل شي، دغه راز ځينو هېوادونو ته نوي سفيران او يو شمېر وزارتونو کې نوي چارواکي هم پر دندو ګومارل کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن