جلال اباد (پژواک، ۳ کب ۹۴): د ننګرهار د کډوالو چارو رييس وايي چې د چمتلې په ښارګوټي کې درې زره نومرې غصب شوې او اسناد لرونکو ته نه ورکول کېږي.
د چمتلې ښارګوټی چې د جلال اباد ښار ته نږدې سره رود ولسوالۍ ته څېرمه موقعيت لري، کلونه مخکې د يو شمېر بېځايه شوو کورنیو او بېرته راستانه شوو ګډوالو لپاره جوړ شوی دی.
د کډوالو چارو رييس غلام حيدر فقيرزي د کب په ۳مه د خپل کلني راپور په تړاو خبري کنفرانس کې وويل چې په ياد ښارګوټي کې اته زره نومرې وېشل شوې چې پنځه زره يې خلکو ته رسېدلې دي.
هغه وايي: ((چمتلې ښارګوټي د ټولو نومرو خاوندانو ته اسناد ورسېدلي دي، خو درې زره نومرې چې خاوندان يې اسناد په لاس لري د يو شمېر زورواکو له لوري نه پرېښودل کېږي او نومرې يې هغو نيولې دي.))
نوموړي د يوې پيوښتنې په ځواب کې دا زور واکي څوک دي وويل: ((خپله د نومرو خاوندان هم دا کسان موږ ته نه راښيي او موږ چې هم کله سيمې ته ولاړ شو دا زورواکي نه وي؛ خو د نومرو خاوندان ګواښي او نه يې پرېږدي.))
د کډوالو چارو رييس وايي چې په دې تړاو د يو شمېر کسانو لېست ولايت مقام او امنيتي ادارو ته سپارلی او د نيولو هڅې يې روانې دي.
د اسدالله فريدزي په نوم د جلال اباد ښار اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې چمتلې ښارګوټي کې يې پخوا يوه نومره ځمکه پېرلې وه خو د اسنادو به مسئله کې يې د ستونزو له امله بېرته پرېښوده.
هغه وايي چې په چمتله کې ډېرې نومرې غصب شوې دي.
اخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل: ((د چمتلې په ښارګوټي کې ډېرې نومرې غصب شوې او يا په غيرقانوني ډول پلورل شوې موږ ورته ميکانيزم جوړ کړی چې راپور يې بشپړ شي د غصب د مخنيوي په اړه يې اقدام کېږي.))
هغه وايي چې دا غصب پخوا شوی دی.
د والي د وياند په وينا د ولايت مقام د غصب په مسئله کې جدي دی، تر اوسه يې لسګونه غاصبين نيولي او لسګونه جريبه ځمکې يې له غاصبينو ګرځولې دي.
بلخوا د کډوالو چارو رييس په خپل کلني راپور کې وويل چې د شينوارو بېځايه شوو لپاره يې د مرستو لړۍ روانه ده او تر اوسه يې کابو ۱۳ زره کورنيو ته مرستې رسولې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن