کابل (پژواک ٢٥ کب ٩٤): ارګ وايي، د ملي يووالي حکومت ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله دواړه د افغانستان په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو تطبيق ته ژمن دي.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، د افغانستان په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو د راوړلو تصميم انفرادي نه دى، بلکې د حکومت د رهبري د تفاهم په ګډون د ملي شورا (ولسي جرګه او مشرانو جرګه) استازو، سياسي شخصيتونو او ملي مشرانو سره د مشورو او د ټاكنيزو اصلاحاتو ځانګړي كمېسيون د وړانديزونو پر بنسټ نيول شوى دى.
سرچينه کاږي، د افغانستان په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو په برخه کې د بې طرفۍ او خپلواکۍ اصل ته په پام د غوراوي کمېټې په ترکيب کې د ښځو د حقونو د دفاع ګروپ او د ټاكنو اړوند مدني ټولنو استازي حضور لري او هغوى په پوره خپلواکۍ خپلې دندې ترسره کوي.
سرچينه زياتوي، د افغانستان دولت په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو راوړلو ته ژمن دى او د بې طرفۍ او استقلاليت اصل ته په پام د ټاکنيزو اصلاحاتو په برخه کې د غوراوي کمېټې د فعاليتونو او اجراتو ملاتړ کوي او د دغې كمېټې كار به ژر تر ژره پيل شي.
د يادونې ده، چې د ولسمشر د نوي تقنيني فرمان له مخې، چې جزئيات يې دوه ورځ وړاندې په ډاګه شول؛ د غوراوي کمېټه به له يوه نوي جوړښت سره رامنځته شي او په دې ترتيب د ټاکنو او ټاکنيزو شکايتونو کمېسيونونو مسوولانو بدلون ته زمينه برابره شوې ده.
د دغه فرمان پر بنسټ، د غوراوي کمېټې په دغه جوړښت کې د ملي شورا د دواړو جرګو مشران، د سترې محکمې، د اساسي قانون پر پلي کولو د څار کمېسيون او د بشر حقونو کمېسيون رييسان او د مدني ټولنې دوه غړي او استازي شتون ولري.
د نوي فرمان له مخې، د کمېټې د رييس د کار موده له درېيو کلونو څخه دوه نيمو کلونو ته راکمه شوې او د ټاکنو کمېسيون او ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د غړو عمر اندازه له ٣٠ څخه ٣٥ کلونو ته لوړه شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن