مزارشريف (پژواک، ۵ ورى ۹٥): د افغانستان د اوبو د تنظيم چارواکي وايي، په شمال حوزه کې د اوبو شپږ ستر بندونه جوړېږي.
د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د وري په ۵مه د اوبو نړيواله ورځ ونمانځل شوه چې د شمال زون د دولتي چارواکو تر څنګ د هېواد په کچه د اوبو د تنظيم د چارو مسوولينو هم په کې برخه اخيستې وه.
د اوبو او برېښنا وزارت د اوبو د تنظيم عمومي رييس سلطان محمود محمودي د دې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، د هېواد په کچه يې د اوبو د مهارولو او کنټرولو ملي ستراتيژي جوړه کړې چې له مخې يې په ټول هېواد کې د اوبو د مهارولو چارې پيل شوې دي.
د هغه په وينا، په همدې لړ کې شپږ ستر بندونه د شمالي زون حوزې په فارياب، سرپل، بلخ، سمنګان او کندوز کې جوړېږي.
نوموړي زياته کړه، دغه بندونه داوطلبۍ ته وړاندې شوي چې په نږدې موده کې به يې د ډيزاين او جوړېدو طرحه بشپړه او چارې به يې پیل شي.
محمودي وايي، د دغو پروژو طرحې د دولت له خوا منل شوي او په راتلونکو درېيو کلونو کې به يې چارې د دولت په بوديجه بشپړې شي.
د ده په خبره، همداراز د امو سيند له اوبو څخه د ګټې اخيستنې چارې هم د پيلېدو په حال کې دي.
د هېواد د اوبو د تنظيم عمومي رييس وويل، په پام کې ده چې د خوشتپه پروژې په پيلېدو له امو سيند څخه په يوه ثانيه کې ۱۱۰ متر مکعب اوبه ترلاسه شي چې له لارې به يې د شمال زون د مزارشريف ښار دښتې، خوشتپه او د فارياب د ځينو سيمو ۵۰۰ هکتار ځمکه خړوب کړای شي.
هغه وويل، همداراز له يادې پروژې څخه به د ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا د توليد اسانتيا هم برابره شي.
نوموړي د امو سيند د اوبو د تحکيم بندۍ په اړه هم وويل چې په طرحه يې کار روان دى او د مالي ملاتړ لپاره يې له نړيوال بانک سره خبرې شوې دي.
د شمال زون د اوبو د تنظیم عمومي رييس عصمت الله عصمت پژواک ته وويل، په شمال زون کې د اوبو بندونو د جوړېدو اړتيا خورا زياته ده، ځکه د هېواد د اوبو په ټولو حوزو کې د شمال حوزه د اوبو د کمښت له جدي ستونزو سره مخامخ ده.
د هغه په وينا، په همدې حوزه کې د شته دښتو او صحرايي ځمکو له امله د ډېرو کرنيزو ځمکو د جوړېدو شونتيا هم شته.
عصمت وويل، په تېرو څو کلونو کې په شمال زون کې د ۳۰ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د اوبو د تنظیم او سم وېش په برخه کې چارې ترسره شوې دي؛ خو د اوبو د مهارولو ډېره اړتيا ليدل کېږي.
عصمت وويل، که چېرې په يادو شپږو بندونو باندې جدي کار وشي او ورسره د امو سيند له امو څخه ګټه واخيستل شي، نو په شمال حوزه کې به د کرنيزو ځمکو د خړوب ترڅنګ د برېښنا د جوړېدو ډېرې اسانتياوې هم برابرې شي.
د اوبو د تنظيم عمومي رييس محمودي وويل، په افغانستان کې د ۷۵ميليارده متر مکعبه اوبو ظرفيت شته چې تر دې دمه يې د ۲۵ ميليارده متر مکعب د ګټې اخيستنې اسانتياوې برابرې شوې دي چې ۳۷ سلنه برابروي.
نوموړي زياته کړه، د تېرو جنګونو له امله افغانان له خپلو اوبو د ګټې اخيستو وخت نه دی پيدا کړی؛ خو له دې وروسته هڅې روانې دي چې د اوبو له شته ظرفيت څخه د استفادې سلنه لوړه شي.
د هغه په خبره، د جنګونو پر مهال د افغانستان ګاونډيانو د دغه هېواد اوبه د ځان په ګټه ډېرې کارولې دي؛ خو له دې وروسته افغانستان د خپلو اوبو د مهارولو د وړتيا موندلو هڅه کوي.
Views: 1