کندهار (پژواک، ٩ غويى ٩٥) : د کندهار- اروزګان لار چې د وسله والو مخالفينو له خوا د شاوليکوټ ولسوالۍ په ساحه کې تړل شوې وه د امنيتي ځواکونو د عملياتو په پايله کې نن د غويي په ٩مه پرانيستل شوه.
وسله والو مخالفينو دغه لار له هغه وروسته وتړله چې د يادې شوې ولسوالۍ په کته سنګ او البک سيمو کې يې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل او يو شمېر پوستې سقوط شوې.
دوه ورځې وړاندې د يادې شوې لارې د پرانيستلو په موخه عمليات پيل شول او چارواکي وايي چې نن يې دغه لار له ماينونو پاکه کړې او د ترافيکو پر مخ يې پرانيستې ده.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د غويي په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، په شاوليکوټ کې د لارې د خلاصولو په موخه پوځي عمليات د امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق په مشرۍ وړمه ورځ پيل شوي وو.
هغه زياته کړه، وسله والو مخالفينو د لارې په اوږدو کې ماينونه ځاى پر ځاى کړي وو او له امنيتي ځواکونو سره يې جګړه کوله.
د ده په خبره، د عملياتو په پايله کې د کندهار- اروزګان لار پرانيستل شوې او دا مهال د امنيتي ځواکونو د انجنيري ټيمونه له ماينونو څخه د لارې په پاکولو بوخت دي.
دى وايي، د عملياتو پر مهال ١٨ وسله وال مخالفين وژل شوي او ١٧ نور ټپيان شوي ، خو امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
د نوموړي په وينا، د جګړې پر مهال د وسله والو مخالفينو يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د شاوليکوټ ولسوال حاجي عبدالغني مسلميار هم پژواک اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو نن د کندهار- اروزګان لار پرانيستې او د وسله والو مخالفينو ګواښونه يې له منځه وړي.
هغه زياته کړه، لار د شاوليکوټ په کته سنګ او البک غرنيو سيمو کې تړلې وه چې امنيتي ځواکونو په کې په ډېر احتياط له کوم زيان پرته عمليات وکړل.
د ده په خبره، وسله وال په غرنيو سيمو کې ځاى پر ځاى شوي وو او په جګړه کې له لرې ويشتونکو وسلو يې کار اخيست.
د يادونې چې د دغو عملياتو پر مهال د کندهار د لويو لارو ساتنې د پوليسو قوماندان حاجي لالا هم ټپي شوى و چې دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن