کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۹۵): ولسمشر اشرف غني یو ځل بیا د هیواد له جهادي او سیاسي مشرانو سره د تورخم پر ستونزې مشورتي ناسته وکړه.
له ارګ څخه د غبرګولي په ۲۷مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا غونډه نن مازدیګر په ارګ کې وشوه.
سرچینې زیاته کړې، په یاده ناسته کې په تورخم کې د پاکستان له لوري د تاسیساتو د ایجاد په سر د را ولاړې شوې ستونزې د ډيپلوماتیک او سوله ییز حل په موخه له پاکستاني لوري سره د وروستیو مذاکراتو او هلو ځلو په اړه مشرانوته معلومات ورکړل شول .
ټولو سیاسي او جهادي مشرانو د پرونۍ ناستې د پرېکړې په تائید په تورخم کې د راولاړې شوې ستونزې په ډيپلوماتیک او سوله ییز حل ټینګار وکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې اجراییوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ولسي جرګې د رئیس عبدالروف ابراهیمي او د مشرانو جرګې د رئیس فضل هادي مسلمیار په ګډون د هېواد بېلابېلو سیاسي او جهادي مشرانو په دغه مشورتي غونډه کې حضور درلود.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن