ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر له جهادي او سیاسي مشرانو سره پر تورخم مشورتي ناسته وکړه

16 Jun 2016 - 17:54
16 Jun 2016 - 17:54

کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۹۵): ولسمشر اشرف غني یو ځل بیا د هیواد له جهادي او سیاسي مشرانو سره د تورخم پر ستونزې مشورتي ناسته وکړه.

له ارګ څخه د غبرګولي په ۲۷مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا غونډه نن مازدیګر په ارګ کې وشوه.

سرچینې زیاته کړې، په یاده ناسته کې په تورخم کې د پاکستان له لوري د تاسیساتو د ایجاد په سر د را ولاړې شوې ستونزې  د ډيپلوماتیک او سوله ییز حل په موخه له پاکستاني لوري سره د وروستیو مذاکراتو او هلو ځلو په اړه  مشرانوته معلومات ورکړل شول .

ټولو سیاسي او جهادي مشرانو د پرونۍ ناستې د پرېکړې په تائید په تورخم کې د راولاړې شوې ستونزې  په ډيپلوماتیک او سوله ییز حل ټینګار وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې اجراییوي رییس  ډاکټر عبدالله عبدالله، د ولسي جرګې د رئیس عبدالروف ابراهیمي او د مشرانو جرګې د رئیس فضل هادي مسلمیار په ګډون د هېواد بېلابېلو سیاسي او جهادي مشرانو په دغه مشورتي غونډه کې حضور درلود. 

Hits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.