کابل (پژواک، ١٩ چنګاښ ٩٥): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې د داعش پنځه وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د چنګاښ په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا بريد تېره شپه د اچين ولسوالۍ په مومند درې سيمه کې شوى .
هغه زياته کړه چې په دې بريد کې د داعش پنځه وسله وال وژل شوي چې څلور تنه يې پاکستانيان دي.
دى وايي چې په دې هوايي بريد کې د داعش يو ميله دهشکه هم له منځه وړل شوې، ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې ځايي چارواکو وړمه شپه هم په اچين ولسوالۍ کې د داعش د ١٦ وسله والو د وژلو خبر ورکړى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن