کابل (پژواک، ١٩ چنګاښ ٩٥): د داعش ډلې يو پخوانى چارواکى مولوي عبدالرحيم مسلم دوست وايي چې د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د دغې ډلې ظلمونه د توجيه وړ نه دي.
مولوي عبدالرحيم مسلم دوست چې پخوا د وسله والو طالبانو د ډلې غړى و او په ګوانتانامو زندان کې يې هم څو کاله تېر کړي ، د داعش له پيدا کېدو سره سم له دې ډلې سره يو ځاى شو او د داعش د خراسان سيمې مهم غړى وټاکل شو.
خو تېر کال د ځينو اختلافاتو له امله نوموړى له داعش څخه هم جلا شوى او اوس په کوم نامعلوم ځاى کې اوسېږي.
شاوخوا دوه اوونۍ مخکې داعش وسله والو د ننګرهار پر کوټ ولسوالۍ بريدونه پيل کړي وو، چې د ځايي چارواکو په وينا، د ښځو او ماشومانو په ګډون يې يو شمېر عامو وګړو ته هم مرګ ژوبله اړولې وه.
د ننګرهار چارواکي وايي چې په ځوابي هوايي او ځمکنيو عملياتو کې يې د داعش سلګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
مولوي مسلم دوست د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د داعش ډلې وروستي بريدونه او د عامو خلکو وژنې په کلکو ټکو غندلي او زياته کړې يې ده چې دا ظلمونه په هېڅ ډول د توجيه وړ نه دي.
د هغه لخوا د چنګاښ په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوي پيغام کې راغلي : ((ما دابوبکر البغدادي د خلافت له اعلانه څوکاله مخکې د (ملاک الامجاد) په نامه يوکتاب په عربي ژبه ليکلی، چاپ او خپور شوی چې په کې د خلافت او امامت مسايل او احکام څېړل شوي دي.))
مولوي مسلم دوست زياته کړې، کله چی د بغدادي لخوا د خلافت اعلان وشو، نو دوى دا وګڼله چې خپله ورکه يې وموندله او بيعت يې ورسره وکړ.
هغه زياتوي : (( زه د خيبر ايجنسۍ په تيراه سيمه کې وم، موږ له خلافت سره بيعت وکړ، ډلې ډلې خلک به راتلل او ورته به مې د خلافت په اړه دلايل او قناعتونه ورکول، خو خبر نه وو چې د اورکزو د حافظ سعيد خان په څېر جاهلان دا سپيڅلى نوم بدناموي.))
د يادونې ده چې حافظ سعيد خان اوس د خراسان سيمې لپاره د داعش مشر ټاکل شوى دى.
مسلم دوست وايي، داعش ظلمونه پيل کړي او د سيمې د استخباراتو په لاس ولکه کې دى.
د هغه په وينا: (( ما د سعيد خان پر خلاف غږ پورته کړ او برائت مې ترې اعلان کړ ، ګڼو نورو ملګرو هم دا کار وکړ، خو څو تنه افغانان لکه عبدالخالق عمر، سعد امارتي او شيخ عبد القاهر ورسره پاتې شول.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن