اسعداباد (پژواک، ١٧ زمرى ٩٥): چارواکي وايي، په کونړ کې د وسله والو طالبانو په بريدونو کې ١٣ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سيد مقصود پاچا د زمري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه وسله والو طالبانو د ماڼوګي ولسوالۍ د کنډه ګل پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل.
هغه زياته کړه، د طالبانو له خوا توغول شوې د هاوان مرمۍ د خلکو پر کورونو لګېدلې چې له امله يې ١٣ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
په اسعداباد کې د ملکي روغتون رييس ډاکټر فاروق سهاک پژواک اژانس ته وويل، د ښځو او ماشومانو په ګډون ٩ ټپيان ورته ور وړل شوي دي.
نوموړي د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله او ويې ويل چې اوسمهال تر درملنې لاندي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن