ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“کلتوري يرغل د بشري حقونو پر وړاندې لويه ستونزه ده”

“کلتوري يرغل د بشري حقونو پر وړاندې لويه ستونزه ده”

author avatar
4 Sep 2016 - 17:37
“کلتوري يرغل د بشري حقونو پر وړاندې لويه ستونزه ده”
author avatar
4 Sep 2016 - 17:37

جلال اباد (پژواک، ١٤ وږى ٩٥): د ننګرهار ځينې مدني فعالان او په دغه ولايت کې د بشري حقونو کمېسيون وايي، کلتوري يرغل په ننګرهار کې د بشري حقونو پر وړاندې ستونزې رامنځته کړې دي.

د ننګرهار د يو شمېر مدني ټولنو استازي د وږي په ۱۴مه جلال اباد ښار کې په دې موخه راټول شوي وو، چې د بشري حقونو پر وړاندې په پرتو فرهنګي ستونزو بحث وکړي.

له کوره تېښته، د ښځو سوځول، د ښځو طلاق، له مېړونو د طلاق غوښتنه او ګڼې نورې ستونزې هغه څه دي، چې ياد مدني فعالان يې د فرهنګي يرغل زېږنده بولي.

په ختيځ کې د بشري حقونو خپلواک کميسېون مشرې صبرينا حمیدي پژواک اژانس ته وويل، نه يواځې په ننګرهار بلکې په ټول ختيځ کې د رسنيو غير معياري خپرونې او ټېليفوني اړيکې د دې لامل شوي، چې له کوره د ښځو د تېښتې زمينه برابره کړي.

مېرمن حميدې که څه هم په دې اړه کره شمېره نه درلوده؛ خو زياته يې کړه، چې په اونۍ کې تر دريېو داسې پيښې ورسره ثبتېږي، چې نجونې د ټېليفوني اړيکو له امله له کوره تېښتې ته زړه ښه کړی وي.

هغې د دا ډول ستونزو د حل لپاره وړانديز وکړ، چې کورنۍ باید د دا ډول ستونزو د هواري په موخه په خپلو اولادونو کنټرول راولي. د تلويزيون، راډيو او موبايل په استعمال کې پرې لږ قيد وضعه کړي.

دغه راز په ياده غونډه کې د مدني ټولنو او بشري حقونو مرکز د ننګرهار څانګې مسوول ډاکټر نعمت الله همدرد پژواک ته وويل، له يادې غونډې يې موخه په دغه ولايت کې د بشري حقونو پر وړاندې د شتو فرهنګي ستونزو لپاره د حل لارې لټول دي.

هغه زياته کړه: ((موږ پلان لرو چې د دا ډول ستونزو د حل لپاره د مدني ټولنو يوه ګډه کمېټه رامځته کړو، چې له حکومت سره په ګډه په دې برخه کې کار وکړي او د بشري حقونو پر وړاندې پرتې فرهنګي ستونزې حل کړي.))

مدني فعال حيات الله طالب زاده وايي، په ننګرهار کې د سواد کچې کموالی د دې لامل شوی، چې خلک له تلويزيوني سيريالونو څخه منفي دودونه ژر خپل کړي.

هغه له رسنیو غوښتنه وکړه چې د راډيوګانو او ټلويزيونونو مسولين بايد داسې خپرونې نشر نه کړي، چې له امله یې خلک پردي فرهنګ او بې لارۍ ته هڅول کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.