Pajhwok Afghan News

د هرات بڼوال د مميزو له توليده ښه عايد ترلاسه کوي

هرات ښار (پژواک، ٢٥ لړم ٩٥): د هرات مميز د خپل ځانګړي خوند په سبب په هېواد دننه او بهر ښه پېرونکي لري او سوداګر يې هر کال سلګونه ټنه د سيمې او نړۍ هېوادونو ته صادروي.

د دغه ولايت بڼوال وايي چې د هرات له انګورو ډېر مميز توليدېږي او هر کال ترې لسګونه ټنه د پلور لپاره بازار ته وړاندې کوي.

د ګذرې ولسوالۍ يوه بڼوال عبدالجبار رسولي د مميزو د پلور له اړخه د خپل عايد پر لوړوالي د خوښۍ څرګندولو تر څنګ پژواک ته وويل چې د انګورو او مميزو د پلور له درکه د کورنيو اقتصادي اړتياوې پوره کوي.

هغه زياته کړه: ((د مميزو د پلور بازار ډېر ښه دى، که چېرته له هېواده بهر ورته بازار وموندل شي، فروشات به يې زيات شي.))

په هرات کې د عزيزاحمد په نوم يوه بڼوال پژواک ته وويل: ((که چېرته ښه مميز توليد کړو او بازار ته يې وړاندې کړو، نو ښه پلور به ولري، خو د ټيټ کيفيت لرونکي مميز په بازار کې ټيټه بيه لري.))

د دغه بڼوال په خبره، اوسمهال هټيوال يو من مميز (٤ کيلوګرامه) مميز له کروندګرو  په ٤٥٠-٥٠٠ افغانۍ اخلي.

له دې سره سره د هرات بڼوال پر دې باور دي چې که چېرته د افغانستان د مميزو د پلور لپاره په نړيوالو بازارونو کې زياته هڅه وشي، دوى به ډېره ګټه ترلاسه کړي.

دغه بڼوال زياتوي چې د انګورو د مميزو جوړولو لپاره نورې لارې هم شته چې انکور په بټيو کې له اېشولو وروسته په مميزو بدلوي.

په هرات کې د مميزو د اېشولو بټۍ مشر شهاب الدين وايي چې هره ورځ ٢٠ ټنه ميراحمدي، خليلي او فخري انګور د مميزو اېشولو بټيو کې پر انګورو بدلوي.

د شهاب الدين په خبره، په بټيو کې وچ شوي مميز په بهر کې ښه بازار لري او هر کال لسګونه ټنه هند او د سيمې نورو هېوادونو ته صادرېږي.

خو شهاب الدين د هرات د کرنې برخې له چارواکو شکايت وکړ چې د مميز توليد کې همکاري نه کوي.

شهاب الدين وويل چې په يوه کال کې  يې دوې بټۍ فعالې دي، فخري، مير احمدى او خليلي انګور لومړى د شنه والي لپاره له هغو موادو سره چې اهک او اخشار دى ګډوي او په بټيو کې يې تر وچېدو وروسته د څو ورځو لپاره لمر ته غوړوي.

په ورته وخت کې د هرات  د سوداګرۍ خونې مشر سعد خطيبي وويل: ((معمولاً پخوا زموږ  محصولات د عراق او سوريې په څېر هېوادونو ته صادرېدل، خو اوس هلته جګړه ده او زموږ د مميزو صادرات کم شوي دي.))

د خطيبي په خبره، پر دې سربېره يې اوسمهال هر کال ٣٠زره ټنه مميز له هېواده بهر صادرېږي.

بلخوا د هرات د کرنې رياست مرستيال بشير احمد احمدي هم وويل چې په توليد کې د زياتوالي او مميزو د کيفيت لوړلو لپاره يې رياست په روان کال کې د نړيوالو موسساتو په مرسته د بڼوالو لپاره ١٥٠ کشمش خانې جوړې کړې دي.

هغه زياته کړه: ((کشمش خانې په لوړ معيار او لوړ کيفيت سره جوړ شوې او بڼوالو ته ورکړل شوې دي، کوم مميز چې دلته پروس او وچېږي، له لوړ کيفيت نه برخمن  دي او له نسبت يې له هغو اوچت دى چى په محلى ډول جوړېږي.))

پر دې سربېره په هرات کې د کرنې متخصصين باور لري چې حکومت بايد د بڼ د توليداتو او محصولاتو د پلور لپاره له هېواده بهر بازار موندنه کړي، څو بڼوال پر ځان بسيا شي.

Views: 1

Exit mobile version