ترينکوټ (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٥): د اروزګان ولايت د پوهنې رييس احسان الله ناشر له يوه دولتي کارکوونکي سره د شخړې له امله زندان کې اچول شوى دى.
د دغه ولايت يوې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د ليندۍ په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ناشر څلور مياشتې مخکې د مستوفيت د حواله جاتو له مدير سره شخړه کړې او هغه پرې څارنوالۍ کې عريضه کړې وه.
د پوهنې رياست يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې د يادې دوسيې په لړ کې رييس احسان الله ناشر له تېرو دوو ورځو راهيسې په زندان کې دی.
سرچينې په وينا، دوه ورځې مخکې د پوهنې رييس څارنوالۍ ته غوښتل شوى و او له څارنوالۍ څخه زندان ته لېږل شوى دى.
د اروزګان د والي وياند دوست محمد ناياب هم وايي چې د پوهنې رييس احسان الله ناشر دوه ورځې وړاندې د هغې دوسيې له مخې چې د مستوفيت له يوه کارکوونکي سره يې شخړه کړې وه، لومړى څارنوالۍ او وروسته محبس ته لېږدول شوى دى.
د ناياب په وينا، د يادې دوسيې ترڅنګ پر د پوهنې پر رييس يو شمېر نورې دوسيې هم په څارنوالۍ کې تر څيړنو لاندې دي .
پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د څارنوالۍ او محکمې نظر واخلي، خو بريالى نه شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن