Pajhwok Afghan News

په سوېل ختيځ زون کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ٨٤ سلنه ډېرې شوي

خوست (پژواک، ١٥ ليندۍ ٩٥): په سوېل ختيځ زون کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د سيمه ييز دفتر مسوولين وايي، سږکال په دې زون کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ٨٤ سلنه ډېرې شوې دي.

د ياد دفتر د ښځو د څانګې مشره زرمينه شمس وايي، د روان ۱۳۹۵ لمريز کال له پيل نه تردې دمه په دې دفتر کې د خوست، پکتيا او پکتيکا ولايتونو څخه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۲۸۵ قضيې ثبت شوي دي.

هغې چې په خوست کې يې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي نړيوالې ورځې په موخه جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې، وويل چې په دې قضيو کې ناموسي وژنې، له کوره تېښته، ځان وژنه، وهل او ټکول شامل دي.

شمس د دې ټولو قضيو په اړه جزييات ورنه کړل، خو ويې ويل چې ١٧ ناموسي وژنې، لس قتلونه، پنځه ځانوژنې،١٦ وهل ټکول، ٢٥ ټپي کول، لس کورني تاوتريخوالي او څلور په زور ودونه په کې شامل دي.

د دې په وينا، تېر کال په سوېل ختيځ زون کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون په سيمه ييز دفتر کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ١٥٥ پېښې ثبت شوې وې.

هغې ناامني، له مجرمينو سره نرم چلند، اداري فساد، له موقف څخه ناوړه ګټه اخيستنه او کلتوري مسايل هغه لوی لاملونه ياد کړل، چې له امله يې په ياد شوي زون کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ډېرې شوې دي.

د خوست والي حکم خان حبيبي بيا يادې شوې غونډې ته وويل، چې تر خپله وسه به د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو په مخنيوي کې کار وکړي.

ده زياته کړه: “په دغه برخه کې د ديني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو ډېر دروند مسووليت دی او تر ټولو مهمه د حکومت او دولت مسووليت دی، چې په دغه برخه کې اساسي ګامونه واخلي.”

حبيبي دغه راز وويل چې د ټولو هغو اساسي ستونزو د حل لپاره به له اړوندو دولتي ادارو سره کار وکړي، چې له امله يې ښځې له ډول ډول تاوتريخوالي سره مخامخ کېږي.

Views: 0

Exit mobile version