ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سالنګ لار بنده شوه

د سالنګ لار بنده شوه

author avatar
10 Dec 2016 - 11:15
د سالنګ لار بنده شوه
author avatar
10 Dec 2016 - 11:15

 چاريکار (پژواک ٢٠ ليندۍ ٩٥): د سالنګ لار چې پلازمېنه کابل له شمالي ولايتونو سره نښلوي د واورې د ورښت او توپان له امله بنده شوه .

 د سالنګونو د ساتنې او څارنې رييس ډګرجنرال محمد رجب پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نن سهار له پنځو بجو راهيسې په سالنګونو کې د واورې ورښت او شديد توپان جريان لري .

د ده د معلوماتو له مخې ، چې تراوسه په سالنګونو کې ٤٠سانتي متره واوره ورېدلې ده .

نوموړي وويل چې دغه لار د شپې له لسو بجو راهيسې تر نن غرمې پورې د احتمالي خطرونو په موخه تړل شوې ده .

رجب زياته کړه چې دوى بارلرونکي او مسافر وړونکي موټر د بغلان ولايت د خنجانو ولسوالۍ اړوند د ملخانو په سيمه کې او د پروان ولايت د تاجکانو په سيمه کې درولي دي.

ده وويل چې دغه لار به تر هغه د ترافيکو پرمخ تړلې وي چې توپان او نور احتمالي خطرونه نه وي له منځه تللي.

هر کال څو ځله دغه لاره د زيات ورښت او توپان له امله د ترافيکو پرمخ تړل کيږي

سږکال دا لومړى ځل دى چې د واورې د ورښت له امله د سالنګ لاره د ترافيکو پرمخ تړل کيږي .

د ١٣٨٨کال د سلواغې په مياشت کې د واورې ښوېيدنې له امله په سالنګ کې په لسګونو کسانو ژوند له لاس ورکړ او يو شمېر نور ټپيان شول .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.