کابل (پژواک، ٢٥ ليندۍ ٩٥): د ١٩ کلنو کرکټ لوبـډلو اسيايي يو ورځنيو سياليو کې د بنګله دېش لوبډلې د افغانستان ١٩ کلنې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د افغانستان، هندوستان، پاکستان، بنګله دېش ،سريلانکا او ماليزيا په ګډون د اسيا د ١٩ کلنو لوبډلو يوه ورځنۍ سيالۍ نن د ليندۍ په ٢٥مه، په سريلانکا کې پيل شوې.
د افغانستان ١٩ کلنې لوبـډلې نن خپله لومړۍ لوبه له بنګله دېش سره ترسره کړه، ددې لوبې پچه بنګله دېش وګټله او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د افغانستان د ١٩ کلنو لوبـډلې په ٤٨ اورونو کې ١٤٦ منډې جوړې کړې او بنګله دېش ته يې د ١٤٧ منډو هدف ورکړ، د افغانستان له لوري نثار وحدت ٣٢، نوين الحق٢٧ او پروېز ٢٣ منډې جوړې کړې.
د بنګله دېش لوبډلې ياد هدف په ٤٣ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه او لوبه يې وګټله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن