کابل (پژواک ٢ مرغومى ٩٥): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، په کابل کې د پاکستان مېشت سفير يې پر معروف او سرکاڼو ولسواليو، د ياد هېواد د پوځيانو له لوري د راکټ توغولو په تړاو احضار کړى دى.
د ياد وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت نن له غرمې وروسته کابل کې د پاکستان سفير سيد ابرار حسين د ډيورنډ فرضي کرښې له هغې غاړې د ياد هېواد د پوځيانو او ملېشو له لوري د کونړ ولايت پر سرکاڼو ولسوالۍ او د کندهار ولايت پر معروف ولسوالۍ د راکټونو توغولو په تړاو احضار کړى او په دې اړوند يې نوموړي ته د افغان دولت رسمي اعتراض وړاندې کړ.
سرچينې زياته کړې، د هېواد د بهرنيو چارو وزارت د لومړۍ سياسي شعبې مشر محمد موسى عارفي د پاکستان له سفير سره وکتل او نوموړي ته يې د افغان دولت د اعتراضي ليک د سپارلو ترڅنګ ټينګار کړى، چې افغانستان په دې حساسو شرايطو کې د پاکستاني پوځيانو له لوري د راکټونو توغول د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو او نورو ستونزو د رامنځته کولو په برخه کې تحريک کوونکى عمل بولي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لاپسې خرابوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن