فيض اباد (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٥): په بدخشان کې امنيتي چارواکو، د شپږو امنيتي ځواکونو د وژل کېدو او د دوو ملکي وګړو په ګډون د ١٦ تنو نورو د ټپې کېدو خبر ورکړ.
د بدخشان ملي امنيت رياست يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي، نن ( د مرغومي ١٤مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې يادو امنيتي منسوبينو ته تېره ورځ د چاڼيزو عملياتو پر مهال چې د فيض اباد ښار يفتل بالا کې ترسره شول، مرګ ژوبله اوښتې ده.
يادې امنيتي سرچينې زياته کړه، ياد چاڼيز عمليات لا هم د يفتل بالا دوابه کلي کې دوام لري چې له امله يې د ملي اردو څلور منسوبين او د پوليسو دوه سرتېري وژل شوي او د ملي اردو ٨ منسوبين، پنځه سيمه ييز پوليس او د ملي امنيت يو کارکوونکى او دوه ملکي کسان ټپيان شوي دي.
په ورته وخت کې د بدخشان له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سخي حيدري پژواک ته وويل چې چاڼيز عمليات لا هم دوام لري، خو د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات ورنه کړل.
وسله والوطالبانو تر اوسه په دې اړه نظر نه دى څرګند کړى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن