کابل ( پژواک، ٣ سلواغه ٩٥): يو شمېر هېوادونو، د هېواد سياسي، جهادي مشرانو او دولتي چارواکو د سولې د عالي شورا د مشر پير سيد احمدګيلاني پر مړينې خواشيني څرګنده کړې ده.
د محاذ ملي افغانستان جهادي ګوند رهبر او د سولې د عالي شورا مشر پير سيد احمد ګيلاني تېره شپه د ورپېښې ناروغۍ له امله د ٨٤ کلونو په عمر په کابل کې وفات شو.
ولسمشر اشرف غني د هغه په مړينه خواشيني څرګنده کړې او لويه ضايعه يې ګڼلې، دغه راز نوموړي د پير ګيلاني د تدفين او فاتحې مراسمو لپاره يوه کمېسيون ته دنده سپارلې ده.
ټاکل شوې ده چې د پير سيد احمد ګيلاني جنازه سبا په ارګ کې ادا او وروسته په ننګرهار ولايت کې خاورو ته وسپارل شي.
بلخوا د سولې عالي شورا د خپل رييس د وفات په اړه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې خواشيني څرګنده کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي ، پير سيد احمد ګيلاني د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د افغان ولس د جهاد په سياسي ډګر کې يو وتلی، مخور او جهادي شخصيت و او د شوروي پر ضد يې سپيڅلې مبارزه کړې وه.
د سولې شورا ويلي چې پيرګيلاني د اساسي قانون لويه جرګه، د طالبانو له سقوط او بن کنفرانس وروسته په ۱۳۸۲ کال د اساسي قانون لويه جرګه کې يې مهم رول لوبولى و.
سرچينې زياته کړې، له کله راهيسې چې پير سيد ګيلاني د سولې عالي شورا رييس و، په دې موده کې يې په خپلو سپېڅلو هلو ځلو د سولې عالي شورا د موخو د تحقق په لار کې ارزښتمن ګامونه اوچت کړل او له حزب اسلامي سره يې د سولې تړون لاسليک کړ.
بلخوا پخواني ولسمشر او د نجات جبهې مشر حضرت صبغت الله مجددي هم د پير ګيلاني پر مړينې غمرازي کړې او ويلي يې دي چې د شوروي اتحاد پر ضد تر سپيڅلي جهاد وروسته د هېڅ ډول کورني اختلاف او کشمکش غوښتونکی نه و.
هغه زياته کړې : (( د جهاد پر مهال او تر هغه وروسته په ملي او نړيوالو غونډو کې له پير صيب سره يو ځاى و او له هغه مې مشورې اخيستلې.))
نوموړي د پير ګيلاني مړينه لويه ضايعه ګڼلې، دهغه مريدانو، کورنۍ او دوستانو ته يې تسليت وړاندې کړى دى.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د پير ګيلاني پرمړينې خواشيني څرګنده کې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن