جلال اباد (پژواک ۲۴ سلواغه ٩٥): د نورستان والي وايي چې د دغه ولايت برګمټال ولسوالۍ کې د واورې ښويېدنې له امله د زيانمن شوي کلي او د پېښې د قربانيانو له کورنيو سره د ۴،۴ ميليونه افغانيو نغدي مرسته شوې او لا هم مرستې دوام لري.
والي حافظ عبدالقيوم دا څرګندونې د سلواغې په ۲۴مه پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پرمهال وکړې او زياته يې کړه چې له يادو نغدي مرستو سربېره لسګونو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته هم شوې ده.
د برګمټال ولسوالۍ د افسې کلى د سلواغې په ۱۷مه د واورې ښويېدنې له امله تر واورو لاندې شو چې په لومړيو کې د تلفاتو شمېره ډيره لوړه ښودل شوې وه؛ خو تر ژغورونکو عملياتو وروسته دا شمېرې راکمې شوې.
د نورستان والي وايي چې د پېښې په سبا خپله ده او په دويمه ورځ ولسمشر اشرف غني يادې سېمې ته سفر وکړ او د پېښې له قربانيانو سره يې غمرازي وکړه.
نوموړی وايي چې په ياده پېښه کې ۵۱ کسان مړه شوي او ۳۳ نور ټپيان دي، چې د مړه شوي تن له کورنۍ سره پنځوس زره او هر ټپي ته ۲۰ زره افغانۍ ورکړل شوي، چې ټولې ۳ ميليونه، ۲ سوه او لس زره افغانۍ کېږي.
د والي د معلوماتو له مخې، د ياد کلي له کورنيو سره دغه راز د دولت له لوري ۱،۲ ميليونه افغانۍ نغدي مرسته شوې چې د کلي په بيارغونه او بنسټيزو ستونزو په حل کې ترې ګټه پورته کړي.
حافظ عبدالقيوم وايي چې په يادو مرستو سربېره د هر بشپړ ړنګ شوي کور له خاوند سره سل زره او له نيمه ړنګ شوي کورونو څښتنانو سره د کورونو د رغولو په موخه ۲۰زره افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.
والي دا هم وويل چې په نورستان کې د کليو پراختيا رياست اړوند له يوې ډيپو څخه سلو کورنيو ته غير خوراکي توکي ورکړل شوي او دغه راز په يادو مصيبت ځپلو کورنيو ۶ ټنه خوراکي توکي هم وېشل شوي دي.
دی وايي، چې اوس هم له يادو کورنيو سره د مرستو لړۍ دوام لري او د يو شمېر نورو خيريه بنسټونو له لوري هم ژمنه شوې چې مرستې ور ورسېږي.
د يادولو وړ چې په ټول نورستان کې د وروستيو ورښتونو له امله ۶۸ کسان مړه شوي او ۴۵ نور ټپيان دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن