ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناپېژاندو وسله والو په فراه ښار کې يو ځوان وژلى

ناپېژاندو وسله والو په فراه ښار کې يو ځوان وژلى

author avatar
13 Feb 2017 - 13:43
ناپېژاندو وسله والو په فراه ښار کې يو ځوان وژلى
author avatar
13 Feb 2017 - 13:43

فراه (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٥): په فراه ښار کې ناپېژاندو وسله والو په يوه بريد کې يو ٢٦ کلن ځوان وژلى او ورور يې ژوبل شوى دى.

د فراه ولايت مرستيال والي محمد يونس رسولي نن (د سلواغې ٢٥مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه سهار شاوخوا اووه بجې هغه مهال رامنځته شوه چې دوه وروڼه له خپلې مور سره په موټر کې د فراه له بابه پل سيمې نه فراه ښار ته روان وو.

رسولي زياته کړه چې دوو وسله والو موټرسايکل سپرو لومړى ٢٦ کلن رامين او د هغه ورور ٢٤ کلن عبدالرحيم د موټر په منځ کې په نښه کړل او وروسته وتښتېدل.

د فراه د دغه لوړپوړي چارواکي په خبره، په پېښه کې وژل شوي کس د ترکيې په يوه پوهنتون کې د انجنيري په برخه کې زده کړې کولې او څه وخت وړاندې په رخصتۍ فراه ته راغلى و.

د فراه مرستيال والي وويل چې د دې کورنۍ پلار په ولايت کې د ملي امنيت کارکوونکى دى، خو په دې اړه د پوليسو څېړنې پيل شوې دي.

بلخوا د فراه دولتي روغتون مشر ډاکټرعبدالحکيم پژواک ته وويل چې د پېښې له ځايه يو داسې مړى ور وړل شوى چې په وجود يې دوې مرمۍ لګېدلې او بل کس د پښې په برخه کې ټپي شوى دى.

يادې ځايي سرچينې پژواکو ته وويل چې د ټپي شوى کس وضعيت ښه دى.

د پېښې يوه بل ټپي شوي ٢٤ کلن عبدالرحيم پژواک ته وويل، سهار يې غوښتل چې له خپل ورور او مور سره ښار ته  ولاړ شي، خو دوو وسله والو چې چادري ګانې يې په سر کړې وې، پر دوى بريد وکړ.

نوموړى په داسې حال کې چې د بريدګرو د هويت په اړه نه پوهېده، د فراه له سيمه ييزو چارواکو يې وغوښتل چې بريدګر دې ونيسي او قانوني چلند دې ورسره وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.