کابل (پژواک د کب لومړۍ نېټه ٩٥): عدليې وزارت وايي، څه باندې ٧٦٠ شکمن، تورن او يا په مجازاتو محکوم ماشومان، هېواد کې دننه د ماشومانو اصلاح او روزنې مرکزونو کې ساتل کېږي.
د عدليې وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوي خبرپاڼه کې، د هغو ماشومانو په اړه چې د ماشومانو اصلاح او روزنې مرکزونو کې ساتل کېږي، معلومات وړاندې کړي دي.
ويل شوي دي چې دمګړۍ ٧٦٢ ماشومان چې شکمن او يا پر جرم تورن دي او يا د جرم په کولوسره په مجازاتو محکوم شوي دي، په دې مراکزو کې چې دعدليې وزارت تر پوښښ لاندې دي، ژوندکوي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دې ماشومانو له ډلې ٨٧ يې نجونې او پاتې هلکان دي.
عدليې وزارت زياته کړې ده چې ١٥٥ماشومان د کابل اصلاح او روزنې مرکز، ٨٨ هرات،٢٧تنه ننګرهار او پاتې نور د نورو ولايتونو د اصلاح او روزنې مرکزونو کې ساتل کېږي او هغوى ته حرفه هم ور زده کول کېږي.
عدليې وزارت زياته کړې ده چې ياد ماشومان، د کورني او بهرني امنيت پر وړاندې، اختطاف، نشه يي توکو قاچاق، غلا، لواط، زنا او قتل جرايمو کې شکمن او يا تورن پېژندل شوي دي چې د دې ډول کړنو له امله بنديان دي.
د هېواد د قوانينوله مخې، تورن او مجرم چې عمر يې له ١٤کلونو څخه لږ وي، زندان کې نه ساتل کېږي، د ماشومانو اصلاح او روزنې مرکزونو کې ساتل کېږي، څو د خپل محکوميت موده بشپړه کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن