کابل (پژواک، ٤ کب ٩٥): د کورنيو چارو وزارت وايي، د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم اووه ساتونکي د څېړنو لپاره لويې څارنوالۍ ته حاضر شوي دي.
دغه مطلب د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي په ټوېټر پاڼه کې ليکلى دى.
د جوزجان پخوانى والى احمد ايشچي، چې له دوستم سره سياسي مخالفت لري، څه موده مخکې ادعا وکړه چې د دوستم او د هغه د ساتونکو له خوا جنسي ځورونه ورکړل شوې ده.
لويې څارنوالۍ په دې تړاو د دوستم د نهو ساتونکو د احضار کولو امر وکړ، چې ويل کېږي له يادو کسانو دوه مخکې څارنوالۍ ته حاضر شوي وو.
داسې راپورونه هم و چې دوستم د خپلو ساتونکو د نيولو مخه نيسي.
تېره ورځ د دفاع او کورنيو چارو وزراتونو ځواکونه چې په درنو وسلو سنبال و، د دوستم د کور په شاوخوا کې ځاى پر ځاى شوي وو.
خو دوستم ويلي چې د ده کور نه دى کلابند شوى او په دې اړه رسنيو ناسم راپورونه خپاره کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن