ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې درې سيمه ييز پوليس ووژل شول

بغلان کې درې سيمه ييز پوليس ووژل شول

بغلان (پژواک ١٤ کب ٩٥): د بغلان چارواکي وايي، د دې ولايت په مرکز کې د ماين چاودنې له امله درې سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

د بغلان د عامې روغتيا آمر ډاکټر عبدالعليم غفاري، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن ماښام د بغلان ښار د چشمه شير سيمې په منګک بيز کې د ماين چاودنه شوې ده.

ده زياته کړه، له دې پېښې څخه دوى ته د سيمه ييزو پوليسو درې جسدونه او يو ټپي ور وړل شوي، چې د ټپي روغتيايي حالت نازک دى.

خو د يادې پېښې په اړه د بغلان امنيتي مسوولينو او هم وسله والو مخالفينو څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.