Pajhwok Afghan News

هلمند ته سږ کال ۴۰ پلاوو سفرونه کړي، خو امنیت یې نور هم خراب شوی

لښکرګاه (پژواک، ١٥ کب ٩٥): د هلمند ولايتي شورا او مدني ټولنې نيوکه کړې چې د امنيت د ټینګښت لپاره سږ کال دغه ولایت ته شاوخوا ٤٠ لوړ پوړي پلاوي ورغلي خو امنيت يې ورځ تر بلې نور هم خراب شوی دی.

دوى وايي چې له کابله د پلاوو ور تګ تر ډېره نمايشي وي، عکسونه واخلي، غونډې او تشې ژمنې وکړي، بېرته ولاړ شي، خو تر اوسه د امنيت د ښه والي کوم څرک نه دى ليدل شوى.

د روان لمريز کال په ترڅ کې ولسمشر، اجرائيوي رييس، د ملي دفاع وزير، د کورنيو چارو وزير، لوى درستيز او نورو لوړ پوړو ملکي او پوځي چارواکو هلمند ولايت ته سفرونه کړي دي.

د هلمند د ولايتي شورا رييس حاجي کريم اتل وايي، که څه هم دغه ولايت ته د لوړپوړو چارواکو سفرونه ډېر وشول خو امنیتي وضعه ورسره سمه نه شوه، بلکې ورځ تر بلې بدتره شوه.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې اوسمهال په لښکرګاه او شاوخوا سيمو کې امنيتي ګواښونه ډېر دي، که دولت ورته پاملرنه ونه کړي، راتلونکی پسرلی به د لښکرګاه ښار هم خوندي نه وي.

د نوموړي په وينا، لوړپوړي چارواکي چې دلته راځي، يوازې ژمنې کوي، خوشی وخت تېروي، معاملې او شخصي کارونه کوي، د امنيت د ټينګښت لپاره يې هېڅ کار نه دى کړى.

د ولايتي شورا رييس په دې اړه چې یادو چارواکو څه ډول معاملې کړې؟ نور جزئيات ورنه کړل خو زياته یې کړه چې يوازې په تېرو اتو مياشتو کې د ولسمشر او اجرائيه رييس په ګډون شاوخوا ٤٠ لوړپوړي پلاوي ورغلي دي.

اتل زياتوي: ((که چېرې د هر پلاوي له راتګ سره دوه کيلومتره پرمختګ شوي واى؛ نو اوس به نږدې ٨٠ کيلومتره ساحه کې امنيت تامين شوی و.))

خو هغه وايي چې دلته کارونه سرچپه پر مخ روان دي، د پلاوو تر تلو وروسته امنيتي ساحه نوره هم وړه شوې او نورې سيمې وسله والو ته په لاس ورغلې.

په هلمند کې د انصاف مدني ټولنې مشر حاجي نويد وطنوال هم وايي چې دوى د لوړو پوړو چارواکو او پلاوو له راتګ او کړنو څخه نا راضه دي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې د هلمند جګړه د شخصي ګټو لپاره روانه ده، کنه د دولت وسله والو مخالفينو دومره پرمختګ نه شو کولى.

وطنوال ادعا کوي چې دغه ولايت ته تر پنځوسو زيات پلاوي ورغلي، د دې پر ځاى چې امنيت ټينګ کړي، خپل کسان په حوزو، قوماندانيو او قول اردو ګانو کې پر دندو ګوماري.

ده زياته کړې: ((د لوړ پوړو چارواکو او د دغه ځاى د ټيټ پوړو چارواکو ګټې شريکې دي، چارواکي چې راځي د امنيتي ځواکونو د تجهيز او تسليح ژمنې کوي خو چې بېرته ولاړ شي، وسله وال نورې سيمې هم ونيسي.))

د هغه په وينا، ورغلي پلاوي په نظامي قرارګاوو کې پټ په پټه ليدنې کوي، له ولس او قومي مشرانو سره نه ګوري چې له اصلي ستونزو ځان خبر کړي.

په هلمند کې کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځی وايي، د يادو پلاوو شمېر که څه هم نه دى ورته معلوم، خو ادعا کوي چې د پلاوو راتګ د امنيت په ټینګښت کې مرسته کړې او ښه اغېزه يې لرلې ده.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو په دغه ولايت کې د ډېرو لويو بريدونو پلان درلود او ځیني لوى بريدونه يې هم وکړل، خو د همدغو لوړو چارواکو د سفرونو له امله وسله وال ځواکونه ښه تجهيز شول، د جګړو قوي پلانونه جوړ شول چې له امله يې د وسله والو د نور پرمختګ مخه ونيول شوه.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک بيا وايي، کېداى شي تر شلو پورې پلاوي ورغلي وي او زياتوي چې دلته يې اړينې او مهمې غونډې او مشورې کړې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې اوسمهال د دغه ولايت امنيت په نسبي ډول په کنټرول کې دى او د وسله والو مخالفينو د پرمختګ مخه هم نيول شوې ده.

نوموړى ادعا کوي چې د لوړپوړو پلاوو په ورتلو سره مثبت بدلونونه رامنځته شوي دي.

په لښکرګاه ښار کې د محمود جان په نوم يو مستري وايي چې ولايت ته د لوړپوړو پلاوو په ورتګ سره هېڅ نه کېږي، پرته له دې چې بې ځايه لګښتونه وشي، لارې بندې او خلکو ته ستونزې جوړ شي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې مشورې او پلانونه په مرکز کابل کې هم کېداى شي، دلته دې د امنيت د ښه والي لپاره عملي اقدامات وشي.

د لښکرګاه ښار يو بل اوسېدونکى ذبيح الله هم وايي، چې دې ولايت ته د لوړ پوړو چارواکو راتګ ددوى هېڅ درد نه دى دوا کړى او نه يې هم دامنيت په برخه کې کومه ګټه کړې ده.

هغه وايي، ددې پر ځاى چې د پلاوو پر راتګ لښګونه کېږي، پر همدې پيسو دې سرتېرو ته وسلې، مهمات او نور امکانات برابر کړي.

د روان لمريز کال په اوږدو کې چې هلمند ولايت د يادو لوړو چارواکو سفرونه کړي، د هلمند د موسى کلا او نوزاد ولسواليو تر سقوط وروسته خانشين او ناوه ولسوالۍ هم سقوط وکړ او د مارجې، ناد علي او ګرمسېر ولسوالۍ تر ودانيو پورې محدود شوي دي. 

دغه راز د هلمند ولايت د مرکز لښکرګاه تر لومړۍ حوزې پورې جګړه ورسېده.

ټاکل شوې ده، چې نن دغه ولايت ته د کورنيو چارو وزارت د مرستيال جنرال عبدالرحمن عبدالرحمن هم دغه ولايت ته سفر وکړي او پر امنيتي حالاتو له ځايي چارواکو سره له نږدې څخه ګوري.

 

Views: 0

Exit mobile version