د کونړ او ننګرهار له زندانونو لسګونه بنديان خوشي شول
اسعداباد- جلال اباد (پژواک، ۱۸ کب ٩٥): د ميلاد النبي په مناسبت د ولسمشر د فرمان له مخې په ننګرهار او کونړ ولايتونو کې لسګونه بنديان خوشي او د يو شمېر د بند موده کمه شوه.
د ننګرهار ولايت د رسنيو له دفتره د کب په ۱۸مه پژواک اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې د ولسمشر د ١٦٧ ګڼې ياد فرمان له مخې د دغه ولايت له محبس څخه ١٢ بنديان خوشي شوي او د شلو نورو د بند په موده کې کموالی هم راغلی دی.
د ننګرهار د محبس مدير سمونوال مير حضرت ستانکزي د يادو بنديانو د خلاصون په مراسمو کې وويل چې ياد بنديان د ولسمشر د هغه فرمان له مخې چې د ميلاد نبي صلی الله عليه وسلم د را رسېدو پر اساس يې صادر کړی، خوشي شول.
هغه وايي چې په دې کې يو شمېر د تنکي عمر بنديان هم شامل دي.
د ننګرهار د استيناف څارنوال خالد اوریا له خوشي شوو بنديانو وغوښتل چې په راتلونکو کې له جرمونو ډډه وکړي.
د نوموړي په وينا، دا د دوی د جرمونو پايله وه چې ډېره موده يې خپلې کورنۍ، خلکو او کار روزګار څخه لرې په بند کې ژوند وکړ.
د يو بل خبر له مخې، د کونړ له زندان څخه هم د و لسمشر د ۱۶۷ ګڼه فرمان پر اساس ۱۷ زندانیان خوشي شول او د درېیو نورو د بند په موده کې کموالی راغلی دی.
د کونړ ولایت د مرکزي زندان مدیر سمونوال عبدالرحمن ساپی وایي چې د کونړ په مرکزي زندان کې دا مهال ۲۵۱ زندانیا د بند شپې ورځې سبا کوي.
د کونړ والي وحیدالله کلیمزي چې زندان ته ورغلی و، وویل، زندان د عبرت یوه مدرسه ده، که وګړي قوانینو ته درناوی ولري نو په ټولنه کې د جرایمو کچه راټیټېږي او ټولنه د سمون پر لور ځي.
والي له عدلي او قضايي ارګانونو نه هیله وکړه چې عدالت په بشپړه توګه پلی کړي څو حق حقدار ته ورسېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن