فراه (پژواک، ٢٢ کب ۹۵): وسله والو د فراه ولايت د پشترود ولسوالۍ د عوايدو مدير بسم الله له کوره ايستلى او بیا یې وژلى دى.
د فراه ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال ګلبهار مجاهد پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه بسم الله د فراه د مرکز اړوند په ګنهکان سیمه کې له خپل کوره ایستلی و.
دى وايي چې طالبانو دغه سړی ګنهکان ته په څېرمه برنګتوت سيمه کې پر ډزو وژلی دی.
هغه وايي چې پوليسو د بسم الله مړى نن سهار په برنګتوت کې موندلى دى.
د ګنهکان اوسېدونکى عبدالقیوم هم وايي چې وسله والو تېره شپه نهه بجې د پشترود ولسوالۍ د عوايدو مدير له خپل کوره ايستلى او وروسته یې په برنګتوت کې وژلى دى، خو وايي نه پوهېږي چې دغه وسله وال څوک دي.
د بسم الله د وژلو مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخیستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن