جلال اباد (پژواک، ٣٠ کب ۹۵): د ننګرهار ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې او چپرهار ولسوالۍ کې د يو کور د دېوال پرېوتو له امله د دوو ماشومانو په ګډون ۳ کسان مړه شوي او ۴ نور ټپيان دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د کب په ۲۹مه پژواک اژانس ته وويل چې د بهسودو ولسوالۍ اړوند حلقوي سړک په مربوطاتو کې د موټر سايکل او کرولا موټر د جنګېدو له امله موټر سايکل چلوونکی مړ شوی او د کرولا موټر چلوونکی او دوه نور کسان ټپيان شوي دي .
هغه زياته کړه چې ياده پېښه د موټر او موټر سايکل د چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.
ده همدا راز وويل چې د چپرهار ولسوالۍ په تريلي سيمه کې تېره ورځ د يوه دېوال پرېوتو له امله دوه نجونې چې عمرونه يې څلور او اته کلونه دي، مړه شوي او يو بل ماشوم ټپي شوی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن