ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د کابل پوليس هيڅکله هم زورواکو ته سر نه ټيټوي”

“د کابل پوليس هيڅکله هم زورواکو ته سر نه ټيټوي”

author avatar
23 Mar 2017 - 17:57
“د کابل پوليس هيڅکله هم زورواکو ته سر نه ټيټوي”
author avatar
23 Mar 2017 - 17:57

کابل (پژواک ٣ ورى ٩٦): د کابل پوليس، له پوليسو سره د جګړې پر مهال د څلورو وسله والو غلو له وژل کېدو او د غلا او ماين خښوولو په تور د ١١ کسانو له نيولو خبر ورکوي او وايي چې په دغه نښته کې يو غل او دوه پوليس ټپيان شوي دي.

د کابل پوليسو د ١٠١ اسمايي زون قوماندان پاسوال حسن شاه فروغ نن کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال وويل، چې درې ورځې وړاندې د پروان ولايت په سالنګ ولسوالۍ کې د کابل پوليسو او اتو وسله والو غلو ترمنځ د نښتې پر مهال څلور غله وژل شوي او يو ټپي شوى دى.

سرچينې څرګنده کړه چې په ياده نښته کې دوه پوليس هم ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه چې د ټپي او يادې ډلې د مشر (امين اغا) په ګډون څلور نور غله نيول شوي دي.

نوموړي څرګنده کړه، څلور نور کسان تښتېدلي او اوسمهال د پوليسو تر تعقيب لاندې دي.

هغه دغه راز وويل، پوليسو تېره اونۍ يوه بله هغه درې کسيزه ډله هم نيولې چې د ټيليفون له لارې به يې ملي سوداګر په مرګ ګواښل او پخوا يې يو شمېر ملي سوداګر تښتولي وو.

هغه زياته کړه، يادې ډلې کسانو به له ملي سوداګرو سره اړيکې نيولې او له هغوى به يې د پيسو غوښتنه کوله.

حسن شاه فروغ دغه راز وويل، تېره اوونۍ دوه نور کسان چې د کابل ښار په ماين اېښودو کې يې لاس درلود؛ د کابل ښار د يوولسمې ناحيې په اړونده سيمه کې  د ماين اېښودو پر مهال نيول شوي دي.

دغه راز د هغه په وينا، يوه بله درې کسيزه ډله هم چې کابل ښار کې به يې غلاوې کولې او تېره جمعه يې يو کس له لوټلو وروسته وژلى و؛ نيولې ده.

هغه زياته کړه، نيول شوو کسانو د څېړنو پر مهال په خپلو جرمونو اعتراف کړى دى.

فروغ د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: "د خلکو همکاري د امنيت د ټينګښت لامل کېږي، خلک چې هره پېښه ويني؛ بايد پوليس ترې خبر کړي، څو له ترهګريزو او جنايي جرمونو مخنيوى وشي."

نوموړي د کابل امنيه قوماندانۍ اوسنى مشرتابه د پخوا په پرتله متفاوت وباله او زياته يې کړه: "د جنايتکارو ډلو د ځپلو لپاره کړنلارې په پام کې نيول شوې او په راتلونکي کې به هغه ډلې چې وسله والې غلاوې، انسان تښتونې او نورې کړنې ترسره کوي؛ وځپل شي."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.