کابل (پژواک، ٩ ورى ٩٦): د افغانستان کابينې د قوانينوکمېتې پر عايداتو د مالياتو قانون طرحه تصويب کړه.
دا طرحه نن له غرمې مخکې په هغې غونډه کې چې د ولسمشر دويم مرستيال په مشرۍ جوړه شوې وه، تصويب شوه.
د ولسمشر دويم مرستيال، پر عايداتو د مالياتو قانون طرحه د هېواد له مهمو قوانينوڅخه وګڼله او ټينګار يې وکړ چې د قانون د يادې طرحې د اصلاح موخه د مالياتو په ورکړه کې د روڼتيا رامنځته کول، په خصوصي سکتور کې له صنعت کارانو او کسبګرو څخه ملاتړ او په هېواد کې د اقتصادي ودې او توليداتو غوړېدا ده.
دانش زياته کړه چې پر عايداتو د مالياتو قانون طرحه خصوصي سکتور ته د اسانتياوو رامنځته کولو تر څنګ د دولت امکاناتو او عايداتي منابعو د ځان بسياينې پاليسي برخې ته هم جدي پاملرنه شوې ده.
په دې غونډه کې د افغانستان د ماليې او سوداګرۍ او صنايعو وزير د قانون د دې طرحې ځانګړنو او اړتيا په اړه د راپور وړاندې کولو تر څنګ، د هېواد له صنعتکارانو او کسبګرو څخه يې پر ملاتړ ټينګار کړى، د مالياتي قوانينو يووالي او د مالياتي عوايدو مديريت په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو لپاره د مالياتو قانون اصلاح طرحه اړينه وبلله.
د کابينې د قوانينو کمېټې غړو د خصوصي سکتور د استازو په شتون کې پر عايداتو د مالياتو قانون طرحه له بېلابېلو اړخونو تر نقد او څېړنې لاندې ونيوه او له تفصيلي بحث او نظرونو وړاندې کولو وروسته په شکل او محتوا کې له اصلاحاتو وروسته دا طرحه په پرنيسپ کې د تاييد وړ وګرځېده، همداراز په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې د عدليې وزارت له لوري متن کې د وړانديز شوو اصلاحاتو له تنظيم څخه وروسته د قانون دا طرحه د قانوني پړاوونو ترسره کولو لپاره کابينې ته وړاندې شي.
پر عايداتو د مالياتو قانون، د حکمي او حقيقي اشخاصو پر عوايدو د مالياتو ټاکنې په موخه، د ماليې راغونډول او ورکول، د دولت مالي بنسټ پياوړتيا او له مالي اړخه د دولت ځان بسياينې لپاره لار هوارول او د عامه لګښتونو تمويل لپاره په ١٤ څپرکو او ٧٩ مادو کې برابره او تدوين شوې دى.
login or register a new account.