دویم تعقيب - مزارشریف(پژواک،د غويي لومړۍ نېټه ٩٦): د شمال زون په شاهين قول اردو له وسلوالو مخالفينو سره نښته د پنځه بريدګرو په وژنه او د يو په ژوندي نيولو پای ته ورسېده.
پر یاد قول اردو نن د غویي په لومړي نیټه، د جمعې لمانځه پر مهال په دوه رينجنر موټرو کې شپږړ وسلوالو، چې نظامي جامې يې پر تن وې، بريد کړی و.
د قول اردو وياند قهار ارام پژواک خبري ا ژانس ته وويل، چې وسلوالو يو موټر بم د قول اردو په قراول کې والوځولو او پر جومات کې يې د لمانځه پر مهال پر سرتېرو بريد وکړ.
نوموړي زياته کړه، چې بريد تر مازيګر ناوخته پورې روان و، چې له شپږو بريدګرو څخه د پنځه په وژنه او د يو په ژوندي نيولو پای ته ورسېد.
د هغه په وينا په دغه بريد کې د قول اردو اته نظاميان وژل شوي او يوولس نور ټپيان شوي
تر دې مخکې د ملي دفاع وزارت وياند دولت وزيري پژواک اژانس ته وويل چې لومړني معلومات ښيي چې په دې بريد کې يوتن وژل او پنځه نور ټپيان دي .
وزيري ومنله چې وسله وال په دوه رېنجرو کې راغلي او نظامي لباس يې پرتن و چې کېداى شي يوتن وسله وال ځان په قراول کې الوځولى وي .
نوموړي زياته کړه، بريد پر داسې مهال شوى چې د ملي اردو سرتېري د جمعې پر لمانځه بوخت و .
وزيرى وايي چې امنيتي سرتېرو يو ځانمرګى بريدګر له واسکټ سره ژوندى نيولى دى.
وسله والو طالبانو ددغه بريد مسووليت منلى .
طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته په رالېږل شوي برېښناليک کې ويلي چې دغه بريد د دوى يوشمېر وسله والو کړى او د شاهين قول اردو لسګونو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې .
هغه ويلي چې لومړى د قول اردو په دروازه کې د موټر بم چاودنه شوې او بيا نور وسله وال قول اردو ته ننوتلي او په جګړه بوخت دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن