مهترلام (پژواک، ٢٤ غويى ٩٦): چارواکي وايي، په لغمان کې د وسله والو مخالفينو په يوه بريد کې پنځه ماشومان وژل شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د غويي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پېښه نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه د ولايت د مرکز مهترلام ښار اړوند د عمرزيو په سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه، د وسله والو مخالفينو له لوري د هاوان يوه توغول شوې مرمۍ په ياده سيمه کې پر یوه کور لګېدلې چې له امله يې پنځه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
ځواک وايي، ټپيان د مهترلام ملکي روغتون ته وړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د وسله والو مخالفينو دغه ترهګريز بريد په کلکه غندلى او کشفي ارګانونو ته يې امر کړى چې د پېښې عاملين ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP