کابل (پژواک، ٣١ غويى ٩٦): د هېواد وتلی ستوري پېژندونکى عبدالله کندهارى وايي، د راتلونکې جمعې په ورځ د روژې امکان کم دی، خو د شنبې ورځ به د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ وي.
کندهاري د غويي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د راتلونکې پنجشنبې ورځ (د غبرګولي ٤مه) په سعودي کې د اوو دقيقو لپاره، خو په افريقايي هېواد المغرب کې د ډېر وخت لپاره د رمضان مياشت ليدل کېداى شي.
خو هغه زياته کړه، که چېرې په سعودي کې اسمان وريځ وي، نو د مياشتې ليدلو امکانات نشته، بيا به د جمعې په ورځ د شعبان د مياشتې ٣٠مه او د شنبې په ورځ به د روژې د مياشتې لومړۍ نېټه وي.
خو عبدالله کندهاري وويل، د پنجشنبې په ورځ به په دې اړه بشپړ معلومات شريک کړي.
هغه وايي، په کابل کې به د روژې لومړى روژه ماتى (افطاري) په ۷ بجې او ۲ دقیقو وي او د پېشلمي وروستی وخت به درې بجې وي.
ځينو عربي رسنيو هم د شنبې په ورځ د روژې وړاندوينه کړې ده.
د يادونې ده، د افغانستان حکومت د سعودي عربستان له اعلان سره سم روژه نیسي او اخترونه کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن