کابل (پژواک، ٤ غبرګولى ٩٦): د ملي دفاع وزارت په سردار محمد داوود خان روغتون د بريد په تړاو د وزارت لس افسران او کارکوونکي چې څلور جنرالان هم په کې دي، پر بند محکوم شوي دي.
پر سردار محمد داوود خان روغتون بريد د ١٣٩٥ کال د کب په ١٨مه نېټه ترسره شو چې په ترڅ کې يې د روغتون د ډاکترانو، ناروغانو او کارکوونکو په ګډون ٣٠ کسان ووژل شول او شاوخوا ٧٠ نور ټپيان شول.
د بريد مسووليت داعش پر غاړه اخيستى و.
د ملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال دولت وزيري نن (د غبرګولي ٤مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې د عسکرۍ مرکزي لومړۍ محکمې د روان کال د غبرګولي مياشتې د درېيمې نېټې قضايه ناسته کې پر سردار محمد داوود خان روغتون د ځانمرګي بريد قضيه کې د وظيفوي غفلت له اړخه د وزارت څلور جنرالان ، ١٠ افسران او کارکوونکي پر حبس محکوم کړل.
نوموړي زياته کړه چې د لومړنۍ محکمې په پرېکړه کې لاندې کسان شامل دي:
-د ستر درستيز د صحيه قوماندان تورن جنرال عبدالرازق سياوش او د اردو د صحيه قوماندانۍ د ارکان حرب رئیس برید جنرال عبدالسلام نجرابي، هر یو په یو - یو کال حبس محکوم کړي دي چې د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې به د خپل حبس موده په نظامي قطعه کې تېروي.
سرچينې زياته کړې چې د طبي علومو د اکاډمۍ پر قوماندان برید جنرال سید عباس منگل، د الزام د کافي دلايلو د نشتون له امله برئت اخيستى دى. په خبرپاڼه کې دغه راز ويل شوي، چې د طبي حمايي د قوماندانۍ مشر برید جنرال عبدالکبار، د دې قوماندانۍ د ارکانو رئیس ډگرمن صلاح الدین، د قوماندانۍ مرستیال ډگروال رسول محمد، د صحیه قوماندانۍ د استخباراتو ضد مدیر ډگروال میر احمد او د طبي علومو د اکاډمۍ د استخباراتو مدیر ډگروال ظفر خان د وظیفوي غفلت په تور هر یو په دوه - دوه کله تنفيذي بند محکوم شوي، چې دوی به هم د عسکري جزا د قانون د حکم له مخې د خپل حبس موده په قطعه کې بشپړوي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې یو منصبدار، یو بریدمل او د روغتون یو بل توظیف شوی سرتیری هم له یو تر یو نیم کاله پورې په قطعه کې په حبس محکوم شوي دي.
د ويلو وړ ده چې د پاسنيو محکومينو د استيناف غوښتنه د عسکري جزا د کړنو قانون د ٤٨مې مادې او د جزا د کړنو قانون د ٢٤٦ مې مادې له مخې د ټاکل شوي قانوني نېټه کې د رعايت وړ ده.
د ملي دفاع وزارت مشرتابه د مکافاتو او مجازاتو اصل خپل کاري لومړيتوب بولي او د دې چارې عملي کولو ته ژمن دي.
login or register a new account.