بروکسل (پژواک، ٤ غبرګولى ٩٥): د ناټو سرمنشي وايي چې دوى د ترهګرۍ پر ضد د نړيوال ايتلاف برخه ګرځي، خو دا په دې معنا نه ده چې ناټو به يو ځل بيا جګړه ييز ماموريت پيل کړي.
د ناټو سرمنشي دغه څرګندونې د غبرګولي په ٤مه د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو سازمان د سرمشريزې غونډې له پيلېدو مخکې په يوه خبري غونډه کې وکړې.
په دې غونډه کې چې نن له غرمې وروسته پيل شوه، د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ګډون د یاد سازمان د ٢٨ غړو هېوادونو مشران ګډون کوي.
هغه زياته کړې چې د دې سرمشريزې غونډې په اجنډا کې دوه مهم مسایل شامل دي چې له ترهګرۍ سره مبارزه په کې مهمه ده.
نوموړي وويل چې د ناټو سازمان له کلونو راهيسې په بېلابېلو ډولونو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې فعاله ونډه اخيستې ده.
د هغه په وينا، نن به په سرمشريزه غونډه کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د ناټو د ونډې پر زياتوالي هم خبرې وشي.
سټولټنبرګ وويل چې پر امريکا د سپټمبر د يوولسمې له بريدونو وروسته ناټو په افغانستان کې د خپل تاريخ تر ټولو لوى پوځي ماموريت ترسره کوي.
د ناټو سرمنشي وويل چې اوسمهال په افغانستان کې د دغه سازمان ١٣ زره سرتېري د افغان ځواکونو د روزنې ماموريت پر مخ بیايي.
ده زياته کړې: ((موږ به په افغانستان کې د خپل ماموريت پر څرنګوالي هم خبرې وکړو.))
د هغه په وينا، په افغانستان کې د سيمه ييزو ځواکونو روزل، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ښه برخه تشکيلوي.
سټولټنبرګ وايي چې دوى به نن د داعش پر ضد له نړيوال ايتلاف سره د يو ځاى کېدو پرېکړه کوي، خو دا به په دې معنا نه وي چې ناټو به يو ځل بيا جګړه ييز ماموريت ته ور دانګي.
د هغه په وينا، دوى به د سازمان په مقر کې د ترهګرۍ پر ضد د يوې استخباراتي څانګې جوړولو پرېکړه هم وکړي.
د ناټو سرمنشي وويل چې دغه مرکز به د ترهګريزو ډلو په اړه استخباراتي اطلاعاتو د راټولونې دنده پر غاړه ولري.
سټولټنبرګ د پژواک اژانس د دې پوښتنې په ځواب کې چې د داعش پر ضد له نړيوال ايتلاف سره، له يو ځاى کېدو سره دغه سازمان يو ځل بيا په افغانستان کې جګړه ييز ماموريت پيلوي؟ وويل: ((موږ به هېڅکله په افغانستان کې جګړه ييز ماموريت بيا پيل نه کړو، خو د روزنې او همکارۍ ماموريت ته به دوام ورکوو.))
نوموړي زياته کړه چې د ناټو سرمشريزه غونډه کې به د ناټو ماموريت هم و ارزول شي او د روان کال په وروستيو کې به د دغه سازمان د راتلونکي په اړه بحث وشي.
د ناټو سرمنشي وويل ، د دوى موخه دا ده چې افغان ځواکونه په ښه توګه وروزل شي، څو په ښه توګه د طالبانو، داعش او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې ښه مبارزه وکړي.
Views: 1