کابل (پژواک، ٨ غبرګولى ٩٦): د ملي تدارکاتو کمېسیون له ۱٫۸ میلیارده د زیاتو افغانیو په ارزښت ۲۴ قراردادونه منظور کړي دي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ پرون په ارګ کې د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې د يو میلیارد او ۸۹۸ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۴ قراردادونه منظور کړل.
سرچينې کاږي، په منظور شوو قراردادونو کې په فاریاب ولایت کې له اندخوی ولسوالۍ څخه تر قرغان پورې د سړک پخولو پروژه؛ د سیمه ییزو خصوصي عرضه کوونکو له لارې په نا امنو سیمو کې د روغتیايي په ځانګړي ډول د مور او ماشوم لپاره د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو قرارداد.
لومړۍ برخه په اروزګان او کندهار، دویمه برخه په هلمند او فراه، درېیمه برخه په نورستان کې؛ د ۳۶ میاشتو (درې کلونو) لپاره په بلخ، سرپُل او جوزجان ولایتونو کې د ولسي تړون پروژې د تطبیق لپاره د مشورتي خدمتونو د موسسو تدارک او د څلورو هوایي ډګرونو (کابل، بلخ، کندهار او هرات) د امنیت د ټینګښت پروژې شاملې دي.
سرچينه زياتوي، د مالیې وزارت د کورنیو مفتشینو لپاره د مسلکي شهادت نامې د صدور برنامې لپاره د مشورتي خدمتونو پروژه؛ د غزني پوهنتون د معلوماتي ټکنالوجۍ مرکز (ICT center) او سولر سیستم جوړولو قرارداد؛ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اړتیا وړ ۱۰۰ عدده سي اې بورډونو تدارک؛ د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند په ۱۷ ولایتونو کې د کورنیو باغچو جوړولو او د څاڅکو سیستم د لګولو لپاره د ۹ قلمه اجناسو د تدارک قرارداد؛ د افغانستان د ښاري کانالیزاسیون او اوبو رسونې عمومي شرکت اړوند له تجهیزاتو سره د ۵۰۰ متر مکعب اوبو زېرمې جوړولو پروژې قرارداد؛ د عامه اعتباراتو د ساتنې، مراقبت او ثبت سیستم د خدمتونو پروژه (د بیې په لوړولو سره د تعدیل قرارداد هم په منظور شوو قراردادونو کې شامل دي.
په منظور شوو قراردادونو کې همدارنګه د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې اړوند د ولایتي ريیسانو او ولسوالانو د اړتیا وړ ۲۰۱۷ ماډل ۹۵عرادې هایلکس موټرو تدارک؛ د افغانستان د برېښنا شرکت اړوند د لغمان ولایت بادپښ ولسوالۍ د برېښنایي تجهیزاتو او ودانیزو توکو د چمتو کولو او تدارک قرارداد؛ د مالیې وزارت اړوند د کارت چاپولو لپاره له ټولو ملحقاتو سره د درې پرنټرونو د تدارک قرارداد ورکړه؛ د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د اړتیا وړ اعاشوي توکو (غوښې) د چمتو کولو او تدارک قرارداد؛ له نشهيي توکو سره د مبارزې وزارت اړوند په ملي او محلي کچه د عامه پوهاوي راډیویي اعلانونو د خپرولو پروژې قرارداد؛ او د ملي امنیت لوی ریاست د نظامي قطعاتو او مرکزي ادارو د اړتیا وړ اوبلن ګازو د تدارک قرارداد شامل دي.
سرچينه کاږي، په دې غونډه کې ملي تدارکاتو کمېسیون د سیمه يیزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ښاروالیو معینیتونو لپاره د تخنیکي سلاکار د ګومارلو د مشورتي خدمتونو پروژه، د دایکنډي ولایت د سوختوک برېښنا د کوچني بند ډيزاین، جوړولو، نصب او منتاژ پروژه (د بيې له زیاتوالي پرته د مودې غځول) او د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ له نواباد کلي څخه تر مرکز سنګرسرای پورې د سړک جوړونې پروژه د لا زیاتې ارزونې او د تخنیکي ستونزو د لرې کولو په موخه بېرته ور وګرځول شوې.
د ملي تدارکاتو کمېسیون د ننګرهار ولایت د کامې له نواباد کلي څخه تر سنګر سرای پورې د سړک جوړولو پروژې په اړه پرېکړه وکړه چې د دغه واټ د جوړولو لپاره د وړاندیز شوي شرکت له خوا د ناسمو اطلاعاتو ورکولو موضوع دې د فواید عامې وزارت له خوا په دقیقه او هر اړخیزه توګه وڅېړل شي او د سرغړونې په صورت کې دې نوموړی شرکت د تدارکاتو قانون له احکامو سره سم د محرومیت لپاره ملي تدارکاتو ادارې ته ور وپېژندل شي.
ملي تدارکاتو کمېسیون د تفتیش کوونکي شرکت په اړه چې د نوموړي شرکت د مالي تفتیش مسوولیت یې پر غاړه درلود، پرېکړه وکړه چې دغه شرکت دې هم د جعل، جوړجاړي او د حقایقو پټولو له امله تر عدلي او قضایي تعقیب لاندې ونیول شي او د هېواد د نافذه قوانینو له مخې دې جواز لغوه شي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د کمېسیون پر غړو سربېره د ملي تدارکاتو ادارې چارواکو، اداري فساد پر وړاندې د مبارزې پارلماني کاکس، د ولسي جرګې مالي او بوديجې کمېسیون، مشرانو جرګې د ملي اقتصاد، مالي او بوديجې کمېسیون، سيګار او سیستیکا غوڅ ملاتړ څارونکو برخه اخيستې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن